CRI Online

فيچ د امریکا د واکمنۍ باور د ټيټې درجې وړاندوينه کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-08-01 17:23:27

د فيچ په نوم د ارزونې نړیوال ارګان د جولای په ۳۱ مه په خپله وړاندوينه کې د امريکا د واکمنۍ باور له ثابتې درجې څخه منفي درجې ته ټيټ کړی .

ياد ارګان په همدې ورځ د يوه راپور په خپرولو سره وويل چې د امریکا مالي کسر او د حکومت پورونه په چټکۍ سره زیات شوی، خو د ماليې د تنظيمولو لپاره يې د باور وړ پلان لاتراوسه نه دی جوړ شوی. که د ماليې د تنظيمولو اغېزمنې تګلارې نه وي، نو د دغه هېواد د پورونو سويه به ښايي له کنټرول څخه ووځي او له لازياتو مالي خطرونو سره به مخ شي.

په ياد راپور کې هم وړاندوينه شوې چې په ۲۰۲۱ کال کې به ښايي د امریکا د حکومت پورونه د دغه هېواد په جي ډي پي کې تر ٪130 ډېره برخه ونيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای