څرنګه چې د هانکانګ په ځانګړې اداري سيمه کې د کوويد-۱۹ وبا حالت سخت دی، د دغې سيمې اجرائيه مشرې کاري لام د جولای په ۳۱مه نېټه د تقنيني شورا ټاکنو د ځنډيدنو اعلان وکړ. په دې هکله د چين مرکزي حکومت خلکو د ګټو او د هانکانګ د واقعي حالاتو له مخې له دغې پريکړې څخه ملاتړ څرګند کړ.
دغه عمل په ځانګړې موده کې د قانون له مخې تر سره شوی او له دې څخه څرګنديږي چې د هانکانګ حکومت د خلکو روغتيا ته لومړيتوب ورکوي. دغه پريکړه د هانکانګ ښاريانو ژوند امنيت او د روغتيا ساتنې لپاره مهمه ده او د تقنيني شورا د ټاکنې د امنيت او عدالت تامينولو سره مرسته کولی شي چې له نړيوالو اصولو سره سمون خوري.
د اړوندې شميرنې له مخې د جولای تر دويمې لسيزې پورې د ټولې نړۍ په لږ تر لږه ۷۰ هېوادونو او سيمو کې د کوويد-۱۹ وبا له امله د ټاکنو وختونه ځنډېدلي دي. ټاکنې د ديموکراسۍ د څرګندولو يوه لاره ده چې د خلکو د روغتيا پر بنسټ دي، نو د خلکو ژوند ته لومړيتوب ورکول د ديموکراسۍ يوه مهمه برخه ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |