د چين د ميډيا ګروپ د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د نيپال ولسمشر بيدهايا ديوي بهاندري د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۶۵مې کاليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه واستول. شي جين پينګ د مبارکۍ په پيغام کې دې ته په اشارې سره وويل چې د چين او نيپال ترمنځ د دوستۍ تاريخ اوږد دی.د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۶۵ کلونو راهيسې چين او نيپال يو بل ته درناوی کړی او د مساوات پر بنسټ يو له بل سره يې ښه چلند کړی چې له امله په سياسي چارو کې متقابل باور لاټينګ او د ګډو ګټو پربنسټ خپلمنځي همکارۍ پياوړې شوي دي.تېر کال مې له بهاندري سره د متقابلو سفرونو له لارې دوه اړخيزې اړيکې د پرمختګ او سمسورتيا په لوري بېولې دي او د همکاريو جامع پر ستراتيژيکو اړيکو بدلې کړې. د کوويد ۱۹ وبا په حال کې مو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ نوې پاڼه اړولې ده. بهاندي په خپل پيغام کې وويل چې د نيپال او چين ترمنځ د دوستۍ بنسټ ټينګ دی او د دوه اړخيزو اړيکو له ټينګېدو راهيسې دغې اړيکې لا ژورې شوې دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |