د چين د داخلي مغولستان د ماوو سو په نوم يوه لويه صحرا شته چې د تېرې پيړۍ له شپيتمې لسيزې څخه ځايي اوسيدونکو د صحرا د زرغونولو لپاره کارونه پيل کړي او په نژدې شپيتو کلونو کې په دغه وچه دښته کې ګام په ګام ځمکه يې شنه شوې ده.
اوس په دغه ځای کې دښتې ابادې شوې چې پکې د مالدارۍ چارې کيږي. ځيني کسان په خپلو کورونو کې پسونو او غويانو ساتنه کوي چې په دې توګه يې د زياتو ګټو لارې جوړې شوې دي. د وچې دښتې شنه کيدل او د مالدارۍ چارو سبب شوي. د ډېرو لپاره د حيرانۍ وړ خبره ده چې د شا ليو په نوم ونې هم ډېرې پکې ايښودل شوې چې د دغو ونو له لارې د سونو موادو لپاره اصلي توکي برابر شوي او د برېښنا په توليدولو کې ترې استفاده کېږي چې ځايي کلي ته له دې امله ډېرې ګټې رسېدلې دي. برسيره پر دې په دغه ځای کې د خرما ونې هم ډېرې ايښودل شوي. ويلی شو چې هر يو شين ځای خلکو ته شتمني رسوي، د هغې وچې سپېرې صحرا يوازې تصوير په يادونه کې شته، خو اوس هغه وچه دښته شنه زرغونه سيمه ګرځېدلې او د خلکو لويه شتمني ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |