CRI Online

د چين ولسي ازادي بښونکی پوځ: د خپلو خلکو او نړيوالې سولې د ساتلو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-01 20:30:46

د اګست لومړۍ نېټه په چين کې د چين ولسي ازادي بښونکي پوځ د جوړېدو له ۹۳ مې کليزې سره برابره ده. دغه پوځ په تېرو ۹۳ کلونو کې د خپل هېواد د خپلواکۍ، د خلکو د ازادۍ او د نوي چين د جوړېدو لپاره ستر خدمتونه کړي او د ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ، همدا راز د نړيوالې سولې او ثبات لپاره يې هم مهم رول لوبولی دی.

د چين تر ټولو لوړ رهبر شي جين پينګ د ياد پوځ د جوړېدو د ۹۰مې کليزې په لمانځغونډه کې ويلي وو چې د دغه پوځ دنده خلکو ته د لوړيتوب ورکول، د خلکو کار، ژوند او ګټو ساتل او د هغوی لپاره د ښېګڼو لټول دي.

چينايان تل خپل پوځ د خپلو ملي ګټو د پياوړي ساتونکي په توګه ګڼي.

د روان کال په پيل کې کله چې کرونا وبا په لومړي ځل وو هان ښار کې رامنځته شوې، ولسي ازادي بښونکي پوځ په لومړي وخت کې وو هان ته خپله طبي ډله وليږله او په څه باندې دوو مياشتو کې يې ياد ښار ته ټولټال ۴۰۰۰ طبي کارکوونکي استولي.

په چین کې د کرونا وبا له کنټرولېدا وروسته په ډېرو ځايونو کې بيا د سختو اورښتونو له امله سيلابونه رامنځته شوي، ولسي ازادي بښونکی پوځ ډلګي يو ځل بيا د مصيبت پر وړاندې د مبارزې لومړۍ کرښو ته ستانه شول او د سيلاب ځپلو د ژغورلو او ورسره د مرستو لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي.

د چين ولسي ازادي بښونکی پوځ نه يوازې د خپل ملي حاکميت او د خلکو د سر او مال د ساتلو لپاره، بلکې د نړيوالې سولې د ساتلو کې يې هم خپله اغېزمنه ونډه ترسره کړې او کوي. د نوي چين د جوړېدو له ۷۱ کلونو راپدې خوا دغه پوځ هيڅکله په کوم يو بل بهرني هېواد تېری نه دی کړی. دغه پوځ په تېرو ۳۰ کلونو کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکو ماموريتونو کې ګډون کړی او تراوسه پورې يې دغو ماموريتونو ته ټوټال څه باندې ۴۰۰۰۰ سرتېري استولي دي. برسيره پردې دغه پوځ د ۲۰۰۸کال له دسمبر څخه راپه دې خوا عدن سمندرګي ته د سمندري تګ راتګ د امنيت لپاره د بېړيو ۳۵ ډلې ليږلې چې پدې سره يې په دغه سمندري سيمه کې د څه باندې ۶۰۰۰ بېړيو د تګ راتګ امنيت ډاډمن کړی دی.

دغه پوځ وايي، په راتلونکي کې به د خپل هېواد د ملي حاکمیت، ملي امنيت، پرمختګ، د خلکو ګټو او نړيوالې سولې د ساتلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به زيات اغېزمن رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای