CRI Online

د شينجيانګ په مرکز ارومچي ښار کې د کرنيزو پيداوارو پر خرڅلاو د کورونا وبا د منفي اغېزې د لرې کولو هڅې روانې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-01 20:37:39

د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې د مرکز ارومچي ښار د کرنيزو چارو چارواکي وايي، چې په دغه ښار کې د کرنيزو پيداوارو پر خرڅلاو د کورونا وبا د منفي اغېزو د لرې کولو هڅې روانې دي. ښاروالي اوس په دغه ښار کې د کرنيزو پيداوارو د انډول، خرڅلاو، زېرمې او پروسيس د وضعيت په اړه پلټنه کوي، څو په بازارونو کې د دغو کرنيزو پيداوارو عرضه او خرڅلاو همغږي کړي. برسيره پردې ترافيکي ادارې هم د کرنيزو پيداوارو د ليږدولو لپاره ځانګړی دهليز پرانيستی چې پدې سره يې د دغو شيانو د باربارۍ لپاره زمينه برابره کړې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای