CRI Online

د لوی اختر د رخصتۍ په موده کې د منځني ختيځ په څو هېوادونو کې د کوويد ۱۹ مخنيوي او کنټرول خوشبينه نه دی

cri     (GMT+08:00) 2020-08-01 20:55:45

د جولای په ۳۱مه نېټه د منځني ختيځ په ډېرو هېوادونو کې د لوی اختر رخصتۍ پيل شوې. خو د دغو هېوادونو حکومتونه انديښنه لري چې د دې اختر د نمانځنې له امله به د کوويد ۱۹ ويروس په چټکۍ سره خپور شي، نو له خلکو څخه يې غوښتنه کړې ده چې د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره اړوند وقايوي مقررات مراعات کړي.

د عراق د روغتيا وزارت د جولای په ۳۱مه نېټه وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې په کوويد ۱۹ ويروس د نويو اخته شويو کسانو شمېر په لومړي ځل له دريو زرو څخه اوښتی چې په دې برخه کې يې نوی ريکارډ جوړ کړی دی. په مسلسلو تېرو څو ورځو کې په عراق کې په دې ويروس د نويو اخته شويو کسانو ورځني شمېر څه باندې دوه زره زيات شوی چې د ورځني زياتوالي شمېر تر ايران او سعودي عربستان څخه لوړ او په دې سيمه کې يې لومړی مقام نيولی دی. د عراق د عامې روغتيا څانګې وويل چې د دې رخصتۍ وروسته به په ځينو سيمو کې د ګرځبنديز تدبيرونو ته ادامه ور کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای