CRI Online

چين په افغانستان کې د سولې او ملې روغې جوړې له بهير څخه ټينګ ملاتړ کوي او د دغه هېواد ظرفيت لوړولو په خپله د پرمختګ توان پياوړتيا کې به ورسره مرسته کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-02 20:02:23

په دې وروستيو ورځو کې د چين او افغانستان تر منځ سياسي تګ راتګ ډېر نژدې او ټينګ شوی دی. د جولای په اوومه نېټه د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو مرستيالانو وزيرانو تر منځ انلاين خبرې اترې تر سره شوې. د جولای په ۲۷مه نېټه د چين، افغانستان، پاکستان او نيپال د بهرنيو چارو وزيرانو د کوويد-۱۹ وبا په وړاندې انلاين غونډه تر سره کړه. اوسمهال په افغانستان کې سوله نه ده رامنځته شوې او د کوويد-۱۹ په وړاندې دغه هېواد له زياتو ننګونو سره مخ دی. چين پر دې ټينګار کوي او ژمنه يې وکړه چې د دغه ويروس په وړاندې د واکسين له جوړولو وروسته به د افغانستان په شمول په دغو دريواړو هېوادونو کې د واکسين د استفاده کولو امکانات زيات کړي. چين او افغانستان د جولای په ۲۹مه نېټه د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې د وقايې او کنټرول د ګډې همکارۍ په اړه ګډ ميکانيزم جوړ کړ او په همدې ورځ يې د دغه ميکانيزم لومړۍ غونډه تر سره کړه. دغه ميکانيزم د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو ادارو تر منځ د مالوماتو شريکولو او د همغږۍ پياوړتيا، په ګډه د وبا د وقايې او کنټرول او د دواړو هېوادونو د خلکو د تګ راتګ او کارونو او تجارت د بيا اعاده کولو په هدف جوړ شوی دی.

ويلی شو چې په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان د سولې او بيا رغونې چارو له پيل څخه تر اوسه پورې چين د دغه هېواد د غوښتنو له مخې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ او د دغه هېواد او د دې سيمې د حکومتونو تر منځ د تګ راتګ او په دغه هېواد کې د سولې او د ملي روغې جوړې بهير د هڅولو په ترڅ کې فعال رول لوبولی دی. روان کال په افغانستان کې د کوويد-۱۹ وبا له رامنځته کېدو راهيسې د چين حکومت او بېلا بېلو ملکي ټولنو دغه هېواد ته د وبا په وړاندې په دريو چوپو کې څه دپاسه لس ټنه اړين توکي لېږلي دي، د چين او افغانستان د طبي پوهانو تر منځ انلاين کانفرانسونه يې جوړ کړي دي. په افغانستان کې د چين سفارت د کابل ښاريانو ته د غلودانو په شمول مرستندويه توکي برابر کړي دي. چين له نړيوالې ټولنې او اړوندو خواوو څخه غوښتنه کړې ده چې د افغانستان لپاره کړې ژمنې عملې کړي، په دغه هېواد کې د سولې او ملي روغې جوړې بهير ملاتړ وکړي، د دغه هېواد د پرمختګ توان د پياوړتيا لپاره ورسره مرسته وکړي او د دغه هېواد او د دې سيمې د هېوادونو تر منځ د همکاريو هڅونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای