CRI Online

د ننګرهار پر ولايتي محبس د بريد له امله ۲۶ تنو ته مرګژوبله اوښتې

cri     (GMT+08:00) 2020-08-03 10:20:16
د ننګرهار پر ولايتي محبس د بريد له امله ۲۶ تنو ته مرګژوبله اوښتې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي د اګيست په ۲مه نېټه وويل، په همدې ورځ وسله والو ترهګرو د ننګرهار پر ولايتي محبس بريد وکړ چې له امله يې ۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي خبريالانو ته وويل، د همدې ورځې د مازديګر شاوخوا په شپږو نيمو بجو وسله والو کسانو د ياد محبس پر وړاندې موټر بم ته چاودنه ورکړه چې له امله يې د محبس دروازه او ديوال ويجاړ شول او وسلوالو کسانو غوښتل محبس ته داخل شي، خو د محبس د ساتونکو له کلک مقاومت سره مخ شول په دغه بريد کې ۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپيان شوي دي. د مرګژولې شمېر ښايي نور هم زيات شي.

تر اوسه کومې ډلې د دې بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای