CRI Online

امريکا کې نوی مرستندويه پلان نه دی ټاکل شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-08-03 14:25:24
امريکا کې نوی مرستندويه پلان نه دی ټاکل شوی

د امريکا کانګرس د تېر مارچ په پای کې د کوويد-۱۹ له امله د زيانونو د جبران لپاره يو اقتصادي مرستندويه پلان منظوری کړ چې عمومي ارزښت يې ۲۰۰۰ميليارډو ډالرو ته رسېدله. د دغې مصوبې له مخې، هر وزګار کس ته هره اوونۍ ۶۰۰ ډالره مرستندويه پيسې ورکول کېدلې. اوس د دغې مصوبې د اعتبار موده پای ته رسېدلې، خو د دغه هېواد د ديموکرات ګوند او د جمهوريت غوښتونکي ګوند ترمنځ د نظر توپيرونو له امله، د اګست تر لومړۍ نېټې پورې نوی مرستندويه پلان و نه ټاکل شو.

اقتصادي کارپوهانو خبرداري ورکړی، که امريکا کې نوی مرستندويه پلان پر وخت و نه ټاکل شي، نو د دغه هېواد اقتصاد ته به لا سخت زيانونه ورسول شي.

جمهوريت غوښتونکي ګوند د تېر جولای په ۲۷مه نېټه د زر ميليارډو ډالرو په ارزښت د نوي مرستندويه پلان مسوده خپره کړې وه، خو په دې اړه د دواړو ګوندونو ترمنځ د نظر اختلافاتو له امله دغه مسوده منظور نه شوه. په همدې ورځ له وزګارو کسانو سره اضافي مرستندویه پيسې ختمې شوې، دواړو ګوندونو د دغو مرستندويه پيسو د ختمېدو له امله يو پر بل نيوکې وکړې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای