CRI Online

د چين د سترې برخې د نوکليک اسيد ټېسټ مرستندويه ډله هانکانګ ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2020-08-03 14:57:44


د چين د مرکزي حکومت لخوا ليږدل شوې مرستندويه ډله د اګست په دوهمه د ماسپښين په څلورو بجو د هانکانګ وې جينګ هوټل ته ورسيده او ډېرې رسنۍ د هوټل په تالار کې د دغې ډلې انتظار کوي

په دې وروستيو ورځو کې په هانکانګ کې د کوويد-۱۹ وبا وضعيت سخت شوی دی. د اګست د دوهمې نېټې تر صفر بجې پورې په هانکانګ کې ۱۱۵ کسان تازه پر کوويد -۱۹ اخته شوي او هلته په تېرو مسلسلو ۱۲ ورځو کې پر ياد ويروس د اخته کسانو ورځنی شمېر له سلو څخه ډېر دی. د هانکانګ د خاصې اداري سيمې د حکومت له غوښتنې سره سم د چين مرکزي حکومت د نوکليک اسيد تېست په اړه يوه مرستندويه ډله هانکانګ ته وليږله څو په دغه سيمه کې د کوويد-۱۹ وبا د سخت وضعيت د کنټرول په برخه کې ورسره مرسته وکړي. د چين د طب او روغتيا د ملي کمېسيون له خوا جوړه شوې ياده مرستندويه ډله د روانې مياشتې په دوهمه نېټه هانکانګ ته ورسېده. دهانکانګ د بېلا بېلو ټولنو په اند له دې وبا سره د مقابلې لپاره د سترې برخې د طبي کارکوونکو تجربه بډايه ده او ډاډ يې ښودلی چې په مؤثره توګه به د دې وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې د هانکانګ نيمګړتياوې پوره کړي.

ياده مرستندويه ډله شاوخوا د کلينيکي لابراتوار ۶۰ تخنيکران لري چې د ګوانګ دونګ ولايت د طب او روغتيا د کمېسيون له خوا د دې ولايت له ۲۰ څخه ډېرو دولتي روغتونونو څخه غوره شوي دي. د يادې ډلې ۷ غړي د روانې مياشتې په دوهمه نېټه هانکانګ ته رسېدلي او د هانکانګ د بېلا بېلو ټولنو تود هرکلی يې تر لاسه کړی دی. په راتلونکې يوه موده کې به دغه مرستندويه ډله د هانکانګ له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي او په دې سيمه کې به په پراخه توګه د نيوکليک اسيد ازموينې ترسره کړي. د هانکانګ د يان چای روغتون سلاکار وو جه بين وويل، دا ويلی شو چې زموږ هېواد له روان کال راهيسې په طبي سيسټم کې تجربې پخې کړي دي او اوس بډايا تجربې لري. د هانکانګ د نوکليک اسيد ازموينې وړتياوې پر مؤثرو وسيلو پورې تړاو لري او د ساري ناروغيو سرچينې به په بشپړ ډول بندې کړي. نوموړي زياته کړه چې اوس د هانکانګ د نوکليک اسيد ازموينې ورځنۍ ظرفيت له 8000 څخه 9000 پورې دی چې دا اندازه د هانکانګ د اړتياوو له پوره کولو څخه ډېره لرې ده. له همدې امله هانکانګ ته د ۲ طبي ډلو لېږدول د هانکانګ د طبي سيسټم لپاره د سمې درملنې ښه ګام دی او په دې برخه کې به د هانکانګ نيمګړتياوې په ښه توګه پوره شي.

د هانکانګ د طبي ټېکنالوژۍ کارپوهانو څرګنده کړې چې د چين د طب او روغتيا د ملي کمېسيون له خوا جوړې شوې ۲ مرستندويه ډلې د ډيزاين ، عملياتو او اداري تجربې پرمختللی تخنيکي ملاتړ لري او د هانکانګ د طبي ټولنې لپاره يې يوه ښه بېلګه برابره کړې ده.

د ګواګ جو د کای پو بيو ټېکنالوژي شرکت مشر ګوان چياو جونګ وويل چې اوس د کوويد-۱۹ د نوکليک اسيد ټېسټ په اړه د چين د سترې برخې توان په نړۍ کې لومړی مقام نيسي. د هانکانګ د بېلا بېلو ټولنو د کارپوهانو په اند کله چې په هانکانګ کې د کوويد-۱۹وبا وضعيت ډېر سخت شوی، د سترې برخې مرستندويه ډلې هانکانګ ته رسېدلي چې له دې څخه د هانکانګيانو لپاره د هېواد پاملرنې او ملاتړ په بشپړ ډول څرګندېږي او په مؤثره توګه به په هانکانګ کې د طبي سرچينو او د کارمندانو کمبود ستونزې له منځه يوسي.

په هانکانګ کې د سه چوان ټولنې غړې تانګ ان اينګ وويل چې د چين سترې برخې طبي ادارې او پرسونل مسلکي ټيمونه دي چې د مرکزي حکومت لخوا د ناروغۍ پروړاندې د هانکانګ د مبارزې د ملاتړ لپاره لېږل شوي دي. سترې برخې د کوويد-۱۹ وبا په پيل کې ډېرې سختې ازموينې تجربه کړي او د پام وړ پايلې يې ترلاسه کړي، بډايه عملي تجربه او ځوانه ټېکنالوژي يې ترلاسه کړې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای