د امريکا خبري رسنيو خبر ورکړی چې له تېرې مۍ مياشتې راهيسې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو او کورنۍ يې په ناقانونه توګه د ماليې ورکوونکو پيسې لګولي دي او د دغو پيسو د کارولو په شمول د يو لړ نورو موضوعاتو د پلټنې جزييات يې ګام په ګام څرګندېږي.
د امريکا د اېن بي سي شرکت د خبر له مخې، پمپيو په ۲۰۱۸ کال کې د بهرنيو چارو وزير دنده پر غاړه تر اخيستلو راهيسې څو ځلې د ماليه ورکوونکو پيسو په کارولو سره له خپلې مېرمنې سره شخصي مېلمستياوې ترسره کړې دي. د روان کال په تېر مارچ کې دغه مېلمستيا د کوويد-۱۹ وبا له امله وځنډول شوه او تر دغه وخت پورې يې ۲۴ ځله دغه شان مېلمستياوې جوړې کړې دي. برسيره پر دې، پمپيو د کاري سفرونو په وخت کې په پټه توګه د جمهوريت غوښتونکي ګوند له بسپنې ورکوونکو سره وکتل.
د تېر جولای په ۳۰مه نېټه د امريکا د مشرانو جرګې د ګواهۍ اورېدلو په يوه غونډه کې د دې جرګې ځينو غړو د بهرنيو چارو وزارت د څارنې او نظارت څانګې د پخواني مشر سټيف لينيک له خپلې دندې څخه د ګوښه کېدو په اړه له پمپيو څخه پوښتنې وکړې. څرنګه چې سټيف لينيک هغه وخت د مايک پمپيو د شکمنو ناقانونه عملونو په اړه پر پلټنې بوخت و. خو پمپيو وويل چې له دندې څخه د ګوښه کېدو لامل يې د ده کاري توان کمزورتيا وه. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |