CRI Online

د چين په دننه کې د توليد اندازو او د کورنيو لګښتونو د زياتوالي او د دغه هېواد او نورو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ دوې لارې چارې به د اقتصاد پرمختګ وهڅوي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-03 20:32:10

د چين د سوداګرۍ وزارت په دې وروستيو ورځو کې د يوې څيړنې نتيجه خپره کړه چې له مخې يې ۹۹اعشاريه ۱ سلنه بهرنۍ تصدۍ غواړي په چين کې پانګونه او سوداګري وکړي. دا چې د چين اقتصاد په خپله ټينګ توان او پراخ فرصتونه لري او په پر له پسي ډول به نوی پرمختګ ومومي او د ټولې نړۍ د باور هڅولی شي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو په هغه غونډه کې چې څه موده مخکې جوړه شوې، پر دې ټينګار شوی چې د چين په وړاندې زياتې مسئلې به په منځنې او اوږدې مودې کې موجودې وي، بايد د اوږد راتلونکې له لحاظه دغې مسئلې وپيژندل شي، په عمده توګه به د چين په دننه کې د توليد اندازو او کورنيو لګښتونو د زياتوالی او د هېواد په دننه کې او د هېواد او نړۍ تر منځ د تګ راتګ د پياوړتيا له لارې د پرمختګ نوی شکل جوړ شي. دغه دوې لارې چارې به د چين د اقتصاد د پرمختګ لپاره ستراتيژيکې لارښوونې وکړي او د چين د پرمختګ لپاره به لا پراخه فضا خلاصه کړي.

د چين په دننه کې د توليد اندازو او د کورنيو لګښتونو زياتوالی دا مانا لري چې چين به پر نورو هېوادونو اتکا نه کوي او د هېواد په دننه کې به د پرمختګ بنسټونه حوړ کړي، په مسلسله توګه به کورني لګښتونه زيات کړي او کارونه به په خپله تر سره کړي. البته دا نه څرګنديږي چې چين به د خپلې دروازې په تړلو سره په خپله پرمختګ وکړي، خو د کورنيو لګښتونو د زياتوالي له لارې به د کورنيو او نړيوالو بازارونو تر منځ لا ټينګې اړيکې جوړې کړي او په لا ښه ډول به د هېواد په دننه او بهر کې بازارونه او سرچينې وکارول شي. دغې\ه دوې لارې به نه يوازې د چين د پرانيستي اقتصاد د لا باکيفيته پرمختګ هڅونه وکړي، بلکې د توليد چارو د نړيوال ځنځير د برابرولو ځنځير د ثابتوالي او د نړيوال اقتصاد د لا پرمختګ لپاره به ګټور وي.

په دې حال کې چې نړيوال اقتصاد د کوويد-۱۹ وبا تر منفي اغيزې لاندې دی، چين د اقتصاد پرمختګ لپاره دوې لارې وړاندې کړې او همدا يې هدف ټاکلی چې ستونزمن نړيوال اقتصاد او بهرنيو تصديو ته يې باور او انرژۍ برابرې کړې دي. دا هم د امريکا د ځينو سياستوال هغو تورونو ته ځواب دی چې بهرني هېوادونه به له چين څخه خپلې پانګې وباسي او د چين له اقتصاد سره به اړيکې پرې کړي.

اوسمهال او د راتلونکې په يوه موده کې به د چين اقتصاد لا هم له ستراتژيکو فرصتونو سره مخ وي، خو فرصتونه او ننګونه به دواړه نوي بدلونونه ولري. چين به په راتلونکې کې د کوويد-۱۹ وبا د وقايي او کنټرول کارونه او د اقتصاد او ټولنې پرمختګ چارې تنظيمې کړي او کوشش به وکړي چې د روان کال د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ هدفونه او دندې عملې کړي او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا او د نړيوال کيدو پروسه پرمخبوزي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای