CRI Online

تيدروس ادهانوم غيبريېسوس: کوویدـ۱۹ وبا لا کنټرولېدای شي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-04 14:37:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړیوال سازمان عمومي مشر تيدروس ادهانوم غيبريېسوس د اګست په ۳مه نېټه وويل، کوويدـ۱۹ وبا يو روغتيايي بحران دی چې په تېرو سل کلونو کې نړۍ ورسره نه ده مخامخ شوې، خو که يوازې په نړیواله او دولتي کچه يو موټی شو، دغه وبا به کنټرول شي.

نوموړي په همدې ورځ په مطبوعاتي غونډه کې وويل، د ډېرو هېوادونو د تجربو له مخې، دغه وبا کنټرولېدای شي، يا ويل کېږي چې د دې وبا سخته خپرېدنه بندېدای شي. که حکومتونه د ويروس د معاينې او له ناروغانو سره د تماس لرونکو کسانو د پيدا کولو په اړه چارې په ښه توګه تر سره کړي او د استوګنې په سيمو کې د روغتیايي تدبيرو او ماسک اچولو په برخه کې د څارنې لارې چارې پوره پلي کړي، د دې وبا خطر او اغېزه به نوره هم ټیټه شي.

(فرشته) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای