CRI Online

اسرائيلي ځواکونو د سوريې په جنوب کې پر څو پوځي هدفونو بريدونه وکړل

cri     (GMT+08:00) 2020-08-04 15:48:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ د اګست په درېيمه نېټه وويل، اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د دغه هېواد په جنوب کې د القونيتراح ايالت پر څو پوځي هدفونو بريدونه وکړل چې له امله يې مالي زيانونه رامنځته شوي، خو هيڅ مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې.

د سوريې د خبري اژانس د سوري پوځ د معلوماتو پر اساس خبر ورکړ چې د همدې ورځې د شپې په لسو او څلوېښتو دقيقو د اسرائيلي هوايي ځواکونو چورلکو د نوموړي ايالت پر څو پوځي هدفونو توغندي توغولي. دغو بريدونو يوازې مالي زيانونه اړولي، خو مرګ ژوبله يې نه ده رامنځته کړې.

د اګست په درېيمه نېټه اسرائيلي دفاعي پوځ له خوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې، د دغه پوځ جنګي الوتکو او چورلکو په همدې ورځ د سوريې په جنوب کې پر څو پوځي هدفونو بريدونه وکړل. په دغه اعلاميه کې راغلي چې دغه پوځ د اګست د دوهمې نېټې په شپه د ګولان لوړو په جنوب د اسرائيل او سوريې په سرحداتو کې د چاودېدونکو موادو د ځای پر ځای کولو نيت شنډ کړی او په ځواب کې يې ياد بريدونه کړي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای