د کوويد-۱۹ وبا په وړاندې د امريکا د سپينې ماڼۍ د کاري ډلې همغږۍ کوونکې ديبوراح بيرکس د اګست په ۲مه نېټه وويل چې په دغه هېواد کې د کوويد-۱۹ وبا نوي پړاو ته رسيدلی دی چې د ويروس د خپرولو اندازه د وبا د پيل په پرتله لا ډېر پراخه شوه.
هغې له امريکايانو څخه غوښتنه وکړه چې په بيرون کې ماسک واچوي او د وبا د وقايې او کنټرول لارښوونې مراعات وکړي. د امريکا د ناروغۍ د کنټرول مرکز د يو تازه اټکل له مخې ښايي چې په راتلونکو دريو اونيو کې به نژدې شل زره امريکايان د دغه ويروس له امله مړه شي.
د جانس هوپکينس پوهنتون د شميرنې له مخې په امريکا کې پر دغه ويروس د اخته کسانو عمومي شمېر له ۴ مليونه ۶ لکو تنو څخه اوښتې دې او د مړه شويو کسانو شمېر څه دپاسه يو لکه ۵۰ زرو ته رسيدلی چې په نړۍ کې لومړی زيات دی.
د اګست په درېيمه نېټه د امريکا څو پوهانو په اخطار سره وويل چې اوس په امريکا کې پر دغه ويروس د اخته کيدو امکانات لا هم زيات دي. خو په دې حال کې په دغه هېواد کې د خلکو د ګنو ګوڼو حالت لا هم په پر له پسي ډول رامنځته شوي. زيات شمېر کسان ماسکونه نه اچوي، له نورو سره فاصله نه ساتي چې د ويروس د خپرولو خطرونه د سختېدو په حال کې دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |