د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر عبدالغني برادر د اګست په ۳مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پومپيو سره يوه ويډيويي ناسته وکړه او دواړو خواوو په دغه ناسته کې د بين الافغاني خبرو اترو د تر سره کولو په باب خبرې وکړې.
د قطر په پلازمينه دوحا کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په همدې ورځ په ټولنيزو رسنيو کې وويل، چې ښاغلي عبدالغني برادر له وزير مايک پومپيو سره د افغانستان د روان وضعيت، د بنديانو د خوشي کولو او د بين الافغاني خبرو اترو د شروع کېدو په شمول پر ځينو مطالبو بحثونه وکړل. دواړو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې د ټولو بنديانو خوشي کېدل د بين الافغاني خبرو اترو د شروع کېدو لپاره اړين شرط دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |