CRI Online

د روسيې جنګي الوتکې په بارينتس سمندرګي کې د ناروې د يوې څارونکې الوتکې مخه ونيوه  

cri     (GMT+08:00) 2020-08-05 10:15:24

د سینهوا اژانس د خبر له مخې، د روسیې جګړه کوونکې الوتکې د اګست په ۴مه نېټه د بارينتس سمندرګي د ازادو اوبو پر قلمرو د ناروې د يوې څارونکې الوتکې مخه نيولې ده.

تاس اژانس د روسيې د ملي دفاع وزارت په قول ويلي، چې د روسيې پوځ په همدې ورځ د بارينتس سمندرګي پر هوايي قلمرو يوه الوتکه پيدا کړه چې د دې هېواد سرحد ته يې نژدې دورې وهلې. د روسيې شمالي بحريې سمدلاسه يوه جنګي الوتکه هوا ته پورته کړه او د يادې الوتکې مخه يې ونيوله. ياده الوتکه د ناروې د هوايي ځواک يوه څارونکې الوتکه وه.

(فرشته)   

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای