د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د لبنان د پلازمينې بيروت د بندر په سيمه کې د اګيست د ۴مې نېټې په ماښام سخته چاودنه وشوه چې له امله يې ۷۳ تنه وژل شوي او ۳۷۰۰ تنه ټپيان شوي دي.
د دې چاودنې له امله د لبنان ولسمشرۍ ماڼۍ او سيمې ته نژدې ودانۍ ويجاړې شوي دي. تر اوسه پورې د چاودنې لامل نه دی څرګند شوی، خو د دغه هېواد خبري رسنيو خبر ورکړی چې د بندر سيمې په يوه ګدام کې لومړی اورلګېدنه رامنځته شوه او ورپسې په سيمه کې درنه چاودنه وشوه. شکريه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |