CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت : روسيه به د توغنديو د ځای پر ځای کولو په اړه د امريکا اړوندې کړنې ته غبرګون وښيي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-05 11:23:19

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اګست په ۳مه نېټه د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، امريکا د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې منځنی او لنډ واټن ويشتونکي توغندي ځای پر ځاي کړي دي، د دغه هېواد دا کړنه نه يوازې سيمه ييز او نړيوال امنيت ته سخت ګواښ دی، بلکې د نوې دورې تسليحاتي مسابقې سبب ګرځي او روسيه به يې په اړه ډېر ژر خپل غبرګون وښيي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وويل، امريکا په څرګند ډول د اسيا او ارام سمندر په سيمو کې د توغنديو سيستم د ځای پر ځای کولو پلان جوړ کړی او په عين وخت کې يې دا هم ويلي چې په اروپا کې د دې سيستم د ځای پر ځای کولو شونتيا هم شته. د روسيې په اند، د منځني واټن ويشتونکو توغنديو له تړون څخه د امريکا ګوښه کېدل سخته تيروتنه ده، دغه تړون د دې توغنديو د ممنوعيت لپاره ګټور دی. شکريه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای