د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په دې وروستيو کې په نيکسون موزيم کې د چين پر ضد وينا وکړه، د نيويارکر مجلې په دې اړه د يوې مقالې په خپرولو سره ويلي، د پومپيو خبرو د امريکا دايمي ګټې زيانمنې کړې دي او د چين په باب د امريکا حکومت پالیسي به د ده د نورو پاليسيو په شان هرومرو ناکامه شي.
پومپيو د دې خبر پخلی کړې چې د چين اقتصاد، د امريکا اقتصاد او د نړۍ اقتصاد سره نښلول شوي، رېښتيا ده چې چين د موټر د پرزو په ګډون د امريکا لپاره زيات بنسټيز توليدات برابروي.
د نړيوال بانک پخواني مشر روبيرټ زويليک وايي، چين په تيرو ۲۰ کلونو کې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره تر ټولو زيات خدمتونه کړي دي او د امريکايي توليداتو تر نورو لوی صادرونکی هېواد دی. شکريه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |