CRI Online

د ټيک ټاک له بندولو څخه د امريکا زورواکي ښکاري

cri     (GMT+08:00) 2020-08-05 11:54:44

د چين او امريکا ترمنځ تجارتي اصطکاک د ټولنيزو رسنيو له وسايلو سره کومې اړيکې لري؟ په دې وروستيو ورځو کې د امريکا ځينو سياستوالو د چين د ټيک ټاک په نوم د لنډو وېډيوګانو کاريال د بندولو لاملونه تکرار کړي او کليدي معنا يې دا ده چې ټيک ټاک په چين پورې تړاو لري، نو بايد بند شي. له دې څخه د امريکا د زورواکۍ غوښتنه ښکاري.

بيتی دانس د ټيک ټاک عمومي شرکت، د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، که څه هم دوی د فيسبوک لخوا د کاپي او تور لګېدو له ستونزو سره مخ دی، خو دغه شرکت به د نړيوال کېدو پر ستراتيژۍ ټينګار وکړي او د خپلو قانوني حقونو د ساتلو لپاره به ضروري تدبيرونه ونيسي.

د تېر کال په دسمبر مياشت کې د امريکا د دفاع وزارت خپلو کارکوونکو ته امر وکړ چې ټيک ټاک و نه کاروي، څرنګه چې دغه ايپ د کارونې په بهير کې پټ خطرونه لري. د روان کال د جولای په ۲۰مه نېټه د امريکا ولسي جرګې په ۳۳۶ موافقو رايو دا مصوبه تصويب کړه او د دغه هېواد د فدرالي حکومت د ټولو کارکوونکو لخوا د ټيک ټاک کارول منع شول. د دغه هېواد دا کړنې ښيي چې د ټيک ټاک پر وړاندې د امريکا مقابله ډېر مخکې طرحه شوېده.

ټيک ټاک په ۲۰۱۸ کال کې امريکا ته داخل شوی او په لنډ وخت کې يې ډېر استعمالوونکي جلب کړي دي. د مينسور تاوير شرکت د خپرې شوې شمېرنې له مخې، د ۲۰۲۰ کال تر اپريل پورې په ګرده نړۍ کې د ټيک ټاک د ډاونلوډ اندازه ۲ ميليارډو ته رسېدلې او شاوخوا اته سوه ميليونه استعمالونکي لري، په دې جمله کې کابو سل ميليونه په امريکا کې دي. نو ټيک ټاک په امريکا کې د ځايي ټولنيزو رسنيو پر وړاندې يو پياوړی سيال ګرځېدلی دی. په تېرو څو مياشتو کې د کوويد-۱۹ وبا په امريکا کې ګړندۍ خپره شوې، او په دغه هېواد کې د ټيک ټاک د استعمالونکو شمېر نږدې سل سلنه زيات شوی دی. په داسې حال کې چې د امريکا اقتصاد کمزوری کېږي، د ټيک ټاک بازاري ارزښت ډېر جلبونکی دی. والسټريت ژورنال خبر ورکړی چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د ټيک ټاک له سوداګريز ارزښت څخه ګټې واخلي.

دا يو واقعيت دی چې د ملي امنيت په پلمه د ټيک ټاک بندول د منلو وړ نه دي.

د امريکا سي اېن اېن ويبپاڼې د دغه هېواد د انټرنيټي امنيت د کارپوه په قول خبر ور کړ چې د ټيک ټاک بندول تر ډېرې اندازې پورې د ټرمپ په مشرۍ د امريکا د حکومت سياسي عمل دی. کله چې د چين تصدۍ او شرکتونه د خلکو پاملرنه راجلب کړي، نو سمدلاسه د ټرمپ حکومت له بريد سره مخ شي.

د روسيې د عامه اړيکو او رسنيو کارپوه تيمور اسلنوف په اند، د ټيک ټاک د بندېدو اصلي لامل دا دی چې دا يو چيني کاريال دی، نوموړی وايي چې هغه وويل، اوس په ګرده نړۍ کې ۲ ميليارډو کسانو ټيک ټاک ډانلوډ کړی، دغه ايپ په ټولنيزو رسنيو کې تر ټولو ګړندی پرمختګ موندلی. خو دغه اېپ د امريکايانو لخوا نه دی جوړ شوی او ګټې يې په امريکا پورې تړلي نه دي، ځکه يې بندوي.

د اګست په ۳مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين وويل، امريکا هېڅ شواهد نه لري، خو د چين پر تصدۍ يې تور لګولی، ګواښ يې ورته کړی دی، له دې څخه د مساواتو او ازادۍ د ساتلو په اړه د امريکا درواغ او دوه ګوني ميعار ښکاري. د امريکا دغه عمل د نړيوال سوداګريز سازمان له اصولو څخه هم څرګنده سرغړونه ده.

د څېړونکو په اند، د امريکا د تسلط او زورواکۍ غوښتنه د ده رښتينې څېره ده او دا نه بدلېږي، نو د چين تصدۍ بايد پخپله پرمختګ ومومي. کله چې چين او چيني تصدۍ ډېر پياوړی وي، نو له امريکا سره د مساواتو او برابرۍ په اړه خبرو اترو کې به لا ډېر ځواکمنی او پياوړی دريځ ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای