CRI Online

د بريتانيا لنسيټ مجلې عمومي اېډيتر: لويديځ هېوادونه د کوويد-۱۹ وبا د وقايې او کنټرول کارونو د ناکاميدو د پټولو په هدف له چين سره مقابلې ته مخه کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-05 18:18:38

د بريتانيا(The Guardian) د کارډين ويبسايټ د اګست په ۳مه نېټه د دغه هېواد د لنسيټ مجلې د عمومي اېډيتر ريچارډ هورټن يوه مقاله خپره کړه چې نوم يې دی، د چين پر ضد د حساسيتونو څپې راپورته کولو هدف په لويديځو هېوادونو کې د کوويد-۱۹ وبا په وړاندې د وقايې او کنټرول کارونو د ناکاميدو پټول دي.

په دغه مقاله کې ليکل شوي چې د دغه وبا له پيل څخه چين په پر له پسي ډول له نړيوالو نظارتونو او انتقادونو سره مخ دي. د امريکا د حکومت په مشرۍ د لويديځو هېوادونوسياسوالو له چين سره مقابله سخته کړې او أن د نوې سړې جګړې شرايط جوړ شوي دي.

له دغه وبا سره په مقابله کې د چين د ساينس پوهانو له حقيقي خدمتونو سره سره د چين پر ضد دا ډول پارونې غير معقولې دي. د چين ساينس پوهانو تر ټولو لومړی د انسانانو په وړاندې د نوي ناروغۍ ګواښونه پيدا کړي، لومړی يې د انسانانو تر منځ د کوويد-۱۹ د خپرېدل کشف کړل ، تر ټولو لومړی يې د دغه ويروس جوړښت ثبت کړ او د ويروس د وقايې لپاره يې د ماسکونو اچولو، د ويروس د تيست کولو او د ناروغانو او له دوی سره نژدې تماس نيوونکو د قرنطين کولو پر اهميت ټينګار وکړ.

خلک بايد د چين پر حکومت انتقادونه کړي، بلکې د چين د پريکړه کوونکو نظريې په اړه فکر وکړي. په مقاله کې ليکل شوي چې د چين ساينس پوهانو د کوويد-۱۹ وبا د وقايې او کنټرول په کارونو کې د خلکو د روغتيا ساتلو لپاره چټک او مسئولانه فعاليتونه تر سره کړي دي. د چين ډاکټرانو په چټک ډول حکومت ته او د چين حکومت سمدستي نړۍ ته د دغه ويروس د خطرونو په اړه اخطار ورکړی دی. خو لويديځ هېوادونه دغه اخطارونه نه دي اوريدلي. دغه هېوادونه پر چين تور لګوي چې دغه ويروس يې جوړ کړی او د دغه ويروس د رامنځته کېدو تاريخ يې پټ کړ او د خپلو ناکامو کارونو لپاره يې پلمې جوړې کړې.

په دغه مقاله کې پر دې ټينګار شوی چې د جيپولتيکس او سياسي خړپړتيا په موقع کې د بېلا بېلو شخصيتنو او څانګو تر منځ د اړيکو پياوړتيا د دغو اړيکو د کمزورتيا په نسبت ښه ده. اوسمهال د چين پر ضد د لويديځ د تورونو څپې راپورته کېدل د حيرانتيا وړ ده حتې د نژاد پرستۍ او د چين ويريدلو ته يې مخه کړې چې نړيوالې سولې اوامنيت ته ګواښونه رسوي. د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونه او خلک بايد د کوويد-۱۹ وبا په وړاندې همکار ۍ وکړي، او جنجال دې نه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای