CRI Online

اروپا په امريکا کې د ټيک ټاک د بندولو هدف په اړه شک لری

cri     (GMT+08:00) 2020-08-05 18:25:26

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دغه هېواد کې د ټيک ټاک د بندولو وروستی وخت ټاکلی چې د سپتمبر مياشتې له پنځلسمې نيټې نه مخکې بايد پر امريکايي شرکت وپلورل شي، که نه، ټيک ټاک به په امريکا کې بند شي. په عين وخت کې په دې اړه په اروپا کې انتقادونه او شکونه راپورته شوی چې امريکا د دغه عمل تر شا توطيه لری.

د ډونالډ ټرمپ د دې اقدام په غبرګون کې د ټيک ټاک د بيتي دانس (Byte Dance) ځه جي تياو دونګ شرکت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دوی به له امريکا پرته په يو بل هېواد کې د ټيک ټاک عمومي مقر جوړ کړي. د بريتانيا د خبري رسنيو د خبر له مخې، ښايي دغه مرکز په لنډن کې جوړ شي او دغه پلان د بريتانيا د حکومت لخوا منظور شوی دی.

د بريتانيا د حکومت وياند وويل دا د بيتي دانس شرکت سوداګريزه پريکړه ده چې د ټيک ټاک عمومي مقر به په کوم ځای کې وي. بريتانيا به د اقتصاد پرمختګ او د ګمارنو فرصتونو زياتوالي لپاره د پانګونو ملاتړ وکړي او عادلانه او پرانيستی بازار به برابر کړي.

ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې د امريکا د امنيت په پلمه ټيک ټاک د بندولو ګواښ وکړ چې هيڅ شواهيد نه لری او په دې اړه يې هيڅ توصيحات نه دې ورکړي، خو له واک څخه ناوړه استفاده کوي، په بازار کې د عادلانه سيالۍ اصولو ته نه ګوري او پر چيني تصدۍ فشار اچوي.

دا د منلوړو نه ده چې ټرمپ په ډاګه وويل چې که ټيک ټاک په بريالۍ توګه پر امريکايي شرکت وپلورل شي، امريکايي حکومت به له دې معاملې څخه ګټې واخلي.

په وروستيو څو کلونو کې ټيک ټاک په ټوله نړۍ کې مروج شوی او ځوانان د فېسبوک په شمول د ټولنيزو رسنيو په پرتله له ټيک ټاک سره ډېره علاقه لري. امريکا د چيني شرکت برياليتوب نه شي زغملای. د امريکا په هکله د تش په نامه د هېواد امنيت ساتل د تسلط غوښتنې يوه پلمه ده.

د فرانسې د الستوم شرکت پخواني مشر فريديريک پيروچي وويل چې امريکا هميشه د خپل هېواد د فانون له مخې له نورو هېوادونو سره د اقتصادي جنګ د وسلې په توګه د نورو هېوادونو قوت کمزوری کوي. هغه له ټولو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د امريکا له تسلط سره د مقابلې لپاره يووالی وساتي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای