CRI Online

د امريکا سياستوالو ناسمې تګلارې نړۍ ته زيان رسولی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-08-05 20:42:48

په دې وروستيو ورځو کې د رويټر خبري اژنس خبريال په خپله مقاله کې داسې ليکلي چې د کوويد ۱۹ له وبا مخکې امريکا د نړيوال اقتصاد د پرمختګ عمده انجين و، خو اوس ښايي د نړيوال اقتصاد تر ټولو لوی بار وي.

د کوويد ۱۹ وبا تر منفي اغيزې لاندې که څه هم د امريکا د زيرمې فدرالي کميټې د دې هېواد د اقتصادي پرمختګ د خوځښت لپاره تدبيرونه نيولي، خو د امريکا اقتصاد لاهم د پرزيدا په حال کې دی او د امريکايي ډالرو ګراف له دوو کلونو راهيسې دومره ډېر ټيټ شوی چې په تېرو لسو کلونو کې يې ساری نه شته.د روان کال له مارچ راهيسې په امريکا کې د اوزګارو کسانو شمېر له يو پنځوس مليونو څخه اوښتی او د روان کال په دوهمه ربعه کې د امريکا د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت په سلو کې دوه دېرش اعشاريه نهه ټيټ شوی دی.د امريکا د سياسي مطبوعاتو ويبپاڼې(politico) د OANDA په نوم د بهرنيو اسعارو د معاملې شرکت له قوله ويلي چې د روان کال د دويمې ربعې کموالی د خواشينۍ وړ دی. د واشينګټن پوست ورځپاڼې په خپله تبصره کې ليکلي چې د امريکا اقتصادي سمسورتيا ناکامه شوې.د يادې شمېرنې د خپرېدو په دوهمه ورځ کې د فيچ په نوم د ارزونې نړيوال ارګان اټکل کړی چې د امريکا باور به په نړيواله کچه ډېر ټيټ شي.

ولی د کوويد ۱۹ وبا له امله د امريکا اقتصاد ډېر زيانمن شوی دی؟

د څېړونکو په اند د امريکا د اوسني حکومت تر ټولو لويه تېروتنه دا ده چې د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره يې علمي لارې چارې نه دې کارولې بلکې ناسمې سياسي لارې چارې يې انتخاب کړې.د بريټانيا د ګاردين (Guardian) ورځپاڼې د اګست په درېيمه نېټه په خپله مقاله کې ليکلي چې د کوويد ۱۹ وبا په هکله د امريکا دروغ د پنځو مياشتو لپاره دوام درلود چې دا له دې ويروس سره په مبارزه کې د امريکا د ناکامۍ او د دې هېواد د اقتصاد د شاتګ عمده لامل دی.

ظاهرأ داسې شکاري چې د امريکا حکومت کړنې د خلکو له اټکل څخه وتلې دي، خو ټولې ناسمې تګلارې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د سياسي ګټو د لټولو په موخه دي.د هاورد پوهنتون د نړيوالو اړيکو پروفيسور سټيفان والټ په دې وروستيو ورځو کې په هغه مقاله کې چې عنوان يې دی د کوويد ۱۹ وبا له امله يو ډېر لوی هېواد د ويجاړېدو په حال کې دی،ليکلي چې له دې ويروس سره د امريکا د مشر ناسمه مقابله به د دې هېواد د اقتصادي پرمتخګ مخنيوی وکړي او د امريکا د پرزيدا سبب به وشي.له بده مرغه چې د امريکا د اوسني حکومت ناسمې تګلارې هم نړۍ ته هم زيان رسولی دی.

امريکا نه يوازې له دې ويروس سره په مبارزه کې د يوه لوی هېواد په توګه خپله دنده نه ده تر سره کړې بلکې د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره يې ويجاړونکی رول لوبولی چې له امله په نړۍ کې عامه روغتيا او خونديتوب زيانمن شوی دی.امريکا د دې مبارزې په کليدي پړاو کې د روغتيا له نړيوال سازمان څخه وتلې چې په پايله کې يې له دې ويروس سره د مقابلې لپاره د نړيواله همکاري کمزوری شوې. سربېره پردې امريکا له يوې خوا د دې ويروس ضد د واکسين د څېړنې او همکارۍ لپاره پانګه نه ده اچولې او له بلې خوا يې وغوښتل چې د المان او فرانسې له شرکتونو څخه اړوند واکسين واخلي او نورو هېوادونو ته دې دغه واکسين برابر نه کړي.د م م د صندوق رئيسې اليزبيص کوسنس پر امريکا نيوکه کړې چې له کوويد ۱۹ وبا سره د نړيوالې مقابلې لپاره د مختلفو هېوادونو هڅو ته زيان رسوي چې له امله به ټول وګړي له خطرونو سره مخ شي.

له ډېرو ثبوتونو څخه ښکاري چې د ځينو امريکايي سياستوالو د ناسمې تګلارو له امله دغه هېواد له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای