CRI Online

د لبنان په پلازمينه بيروت کې دوه اوونۍ بېړني حالت اعلان شو

cri     (GMT+08:00) 2020-08-06 10:09:44

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د لبنان حکومت د اګست په پنځمه نېټه په يوه بېړنۍ غونډه کې اعلان وکړ چې د دغه هېواد پلازمينه بيروت ډېر سخت زيانمن شوی او له همدې امله هلته دوه اوونۍ بېړنی حالت عملي کېږي. د دغه هېواد حکومت له اړوندو ادارو څخه غوښتنه کړې چې له مصيبت ځپلو خلکو سره دې مرسته وکړي، بې کوره کسان دې په ښوونځيو او هوټلونو کې ځای پر ځای کړي او د خلکو د ژوند د اړينو توکو عرضه دې تامين کړي.

د لبنان د روغتيا وزير حماد حسن په همدې ورځ وويل چې د اګست په څلورمه نېټه د بيروت چاودنه کې ۱۳۵ کسان وژل شوي، کابو ۵۰۰۰ ټپيان شوي او لسګونه نور لا درکه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای