CRI Online

انټوني فوجي : په امريکا کې د ايالاتونو نه همغږي د کوويد-۱۹ د خپرېدو لامل ګرځيدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-08-06 11:13:44

د امريکا د ساري ناروغيو پوه استاد انټوني فوجي د اګيست په ۵مه نېټه خبرداری ورکړ، که د امريکا بېلا بېل ايالتونه د کوويد-۱۹ پر وړاندې روانه مبارزه کې ګډ تدبيرونه و نه نيسي، د دې وبا د خپرېدو حالات به همدغسې دوام ولري.

نوموړي خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې د امريکا متحده ايالاتو مرکزي حکومت د دې وبا پر وړاندې د تدبيرونو نيولو حق ايالتي حکومتونو ته ورکړی، خو بېلا بېل ايالتونه او ښارونه د کوويد-۱۹ د مخنيوي ډول ډول تدبيرونه نيولي او د دوی تر منځ ډېر توپيرونه ليدل کيږي. نو د دې وبا پر وړاندې خپلمنځي بې اتفاقي او نه همغږي د دې ويروس د مخنيوي په برخه کې حنډونه جوړ کړي دي.

هغه وويل، اوس په امريکا کې عادي کار کې د بيا ګډون کولو شرايط نه لري، امريکايان بايد دغه پوښتنه تر نظر لاندې ونيسي، چې ايا ايا په کوم ايالت کې يا په ټولې امريکې کې د عادي چارو د پرمخ وړلو شرايط لري که نه.

د امريکا د جانزهوپکينز پوهنتون له تازه شمېرې سره سم، د بېجينګ په وخت د اګيست د ۶مې نېټې د سهار تر ۷ بجو او ۲۰ دقيقو پورې، په امريکا کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۴ ميليونو ۸ لکه ۱۶ زره او ۵۰۹ ته رسېدلی و چې له دې جملې څخه يو لک ۵۷ زره او ۸۵۴ تنه مړه شوي دي. شکريه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای