CRI Online

په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۱۸ ميليونو، ۳۵۴ زرو او ۳۴۲ تنو ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-08-06 11:35:35
په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۱۸ ميليونو، ۳۵۴ زرو او ۳۴۲ تنو ته رسېدلی

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اګست په ۵مه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې تر همدې ورځې پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۱۸ ميليونو، ۳۵۴ زرو او ۳۴۲ تنو ته رسېدلی و.

د ياد سازمان د ورځني راپور له مخې، د منځنۍ اروپا په وخت د اګست د ۵مې نېټې د سهار تر لسو بجو پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۲۰۶ زره او ۷۰۹ زيات و او عمومي شمېر يې ۱۸ ميليونو، ۳۵۴ زرو او ۳۴۲ تنو ته رسېدلی. په همدې ورځ د دغه ويروس له امله د مړه شويو شمېر ۵۱۱۶ ښودل شوی او عمومي شمېر يې ۶۹۶ زرو او ۱۴۷ تنو ته رسېدلی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای