د امريکا د حکومت يو څو سياسي شخصيتونو په دې وروستيو کې يو وړانديز وړاندې کړی چې له مخې به يې روسيه او امريکا د چين د پرمختګ د مخنيوي په چارو کې ګډون وکړي. د روسيې د اقتصاد عالي پوهنتون د اروپا او نړۍ د څېړنيز مرکز مرستيال رئيس ډميټري سوسلوف له اپوونيګ مسکو سره په يوه مرکه کې وويل، روسيه به د امريکا دغه وړانديز و نه مني، ځکه دا غير واقعي وړانديز دی.
نوموړي خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې لومړی، روسيه چين ته د يو تهديد په توګه نه ګوري، د روسيې په اند، چين تر نورو ورته ډېر ارزښت لرونکی همکار هېواد دی. چين د امريکا په شان پراختيايي غوښتنه او زورواکي غوښتنه نه غواړي، د چين د قوت پياوړتيا د روسيې لپاره تهديد نه دی. بلکې برعکس، د چين ځواکمن کېدل د يوې څو قطب لرونکې نړۍ د ابادولو لپاره ګټور دی او د روسيې له ګټو سره هم سمون لري. پر روسيې باندې د امريکا او ناټو د پراختيا تهديد د چين د " تهديد " په پرتله ډېر زيات دی.
د دې تر څنګ، د امريکا په دننه کې د روسيې پر ضد افکار ډېر خپرېږي، که د ټرمپ حکومت له روسيې سره نژدې اړيکې ټينګې کړي، پارلمان به يې له دې سره مخالفت وکړي. نو روسيه بايد د امريکا د ياد وړانديز رښتينې موخه وګوري او دغه وړانديز رد کړي. شکريه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |