د م م د ښځينه چارو ادارې د کوويد-۱۹ ضد روانه مبارزه کې د نړيوالې همکارۍ په اړه يوه ويډيويي غونډه ترسره کړه
د م م د ښځينه چارو ادارې د اګست په ۵مه نېټه د کوويد-۱۹ ضد روانه مبارزه کې د نړيوالې همکارۍ په اړه يوه ويډيويي غونډه ترسره کړه.
د چين د ښځو ټولنې مسئولې هوانګ شياو وې په دغه غونډه کې د کوويد-۱۹ د وقايې او کنټرول تر څنګ د اقتصاد او ټولنې د بياعادي کېدو په برخو کې د چين برياليتوبونه او تجربې شريکې کړي. هغې په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه، کله چې په هو بې ولايت کې ياد ويروس خپور شو، د چين له نورو ولايتونو او سيمو څخه ۳۴۶ طبي ډلې هو بې ولايت ته وليږدول شوې او حکومت د ناروغانو د درملنې لپاره ۱۶۲.۴ ميليارډه يوانه بېلې کړې وې. د يادو طبي ډلو په ۴۲ زره طبي کارکوونکو کې ۲۸ زره يې ښځينه وې او دوه پر درېيمه برخه يې نيولې وه.
د م م د ښځينه چارو ادارې اجراييه مشرې ملمبو نکوکا له دغې ادارې څخه د چين له ملاتړ مننه وکړه او هيله یې وښودله چې بېلا بېل هېوادونه د چين ګټورې تجربې زده کړي او خپلمنځي تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |