CRI Online

د بيروت چاودنې ۱۳۵ تنه ووژل او څو هېوادونو له لبنان سره بيړنۍ طبي مرستې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-08-06 15:19:53

د لبنان په وخت د اګيست د ۵مې نيټې د شپې تر ۹ بجو پورې، د بيروت د بندر په سيمه کې د شوې چاودنې له امله د وژل شويو شمېر ۱۳۵ او د ټپيان شويو شمېر ۵۰۰۰ ته رسېدلی دی. عربيا ټلويزيون په همدې ورځ خبر ورکړ، چې د بيروت والی ماروان ابود خبري رسنيو ته وويل، د دې چاودنې له امله د رامنځته شويو زيانونو ارزښت له ۱۰ څخه تر ۱۵ ميليارډو امريکايي ډالرو پورې رسيږي.

اروپايي ټولنې د روانې مياشتې په ۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې دغه ټولنه به لبنان ته ۱۰۰ بيړني مرستندويه کارکوونکي، مرستندويه موټرونه، د ژغورنې سپي او نور مالونه ورولېږي، هالنډ، چک جمهوريت او يونان به هم په مرستندويه چارو کې ګډون وکړي، بلخوا فرانسې، جرمني او پولنډ هم په دغو مرستندويه چارو کې د ګډون هيله څرګنده کړې ده.

عربي متحده اماراتو په همدې ورځ لبنان ته يو جوپه بيړني طبي مالونه ولېږدول او ترکيې د همدې ورځې په شپه بيروت ته له طبي مالونو بار الوتکه ورولېږله. شکريه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای