دا چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په شمول د دې هېواد ځينو سياستوالو په دې وروستيو کې د چين ضد ناسمې څرګندونې وکړې او د امريکا حکومت چين او چيني تصديو ته د ضربې ور کولو لپاره بېلا بېل تدبيرونه نيولي دي. د څو هېوادونو شخصيتونو دې ته په اشارې سره وويل چې د نوې سړې جګړې د پيلولو توطيه خطرناکه او ويجاړېدونکې ده او نړيوال ثبات ته به زيان ورسوي چې دا د انسانانو له ګډو ګټو سره سمون نه لري. امريکا بايد له چين سره په يوه لوري کې ګامونه پورته کړي.
د امريکا د ديپلوماتيکو چارو ټولنې مشر ريچارد هاس وويل چې مايک پومپيو د ولسمشر نيکسون په کتابتون کې د چين په اړه وينا وکړه. د ده له وينا څخه ښکاري چې د امريکا د لوړې کچې چارواکي په توګه هغه نه يوازې ديپلوماتيکه ستراتيژي نه لري بلکې تاريخ يې تحريف کړی او په اوسنۍ زمانه کې له چين سره د دوه اړخيزو اړيکو د حل لپاره عملي کېدونکې لارې چارې هم نه لري.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |