CRI Online

په نړۍ کې د کوويد-۱۹ د خپرېدو حالات

cri     (GMT+08:00) 2020-08-07 11:25:11

د روغتيا نړيوال سازمان په خپل ورځني راپور کې وايي، د منځنۍ اروپا په وخت د اګيست د ۶مې نېټې تر ۱۲ بجو پورې، په ټوله نړۍ کې په کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۱۸ ميليونه ۵ لکه ۷۵ زره او ۳۲۶ ته رسيدلی او د دې وبا له امله د مړو شمېر ۷ لکه يو زر او ۷۵۴ ته رسېدلی دی.

د امريکا د جانزهوپکينز پوهنتون خبر ورکړ، چې د بېجينګ په وخت د اګيست د ۷مې نېټې تر ۷ بجو او ۳۸ دقيقو پورې، په ټوله نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۱۸ ميليونه ۹ لکه ۸۶ زره او ۶۲۹ ته رسېدلی او د مړو شمېر ۷ لکه ۱۲ زره او ۳۳۴ ته رسېدلی دی. په امريکا کې د دې وبا د خپرېدو حالات د نورو هېوادونو په پرتله ډېر سخت دي، په دغه هېواد کې ۴ ميليونه ۸ لکه ۷۶ زره او ۷۹۰ کسان پر دې ويروس اخته شوي او په دې جمله کې يو لک ۵۹ زره او ۹۹۰ تنه ترې مړه شوي دي. شکريه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای