د روغتيا نړیوال سازمان په ځايي وخت د اګست په ۶مه نېټه د کوويدـ۱۹ وبا په اړه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. په دې غونډې کې د دې سازمان د روغتيا د بېړنيو پروګرامونو مسئول مایکل ريان وويل، تر اوسه پورې په ګرده نړۍ کې ۱۶۵ ډوله واکسينونه د ازموينې په مرحله کې دي، ۲۶ ډوله د بستريزې څېړنې په مرحله کې دي او ۶ ډوله د درېيمې دورې د بستريزې څېړنې په مرحله کې دي، چې په دې مجله کې ۳ ډوله واکسينونه د چين لخوا جوړ شوي دي. دا ډېره د حيرانتيا وړ خبره ده، چې په داسې لنډ او تنګ وخت کې د واکسين د جوړېدو برياليتوبونه تر لاسه شوي دي.
په دې غونډې کې د روغتيا نړیوال سازمان عمومي مشر تيدروس ادهانوم غيبريېسوس وويل، د واکسین څېړنې بايد په چټکه توګه تر سره شي، خو په عين وخت کې بايد عادلانه ويش هم په نظر کې ونيول شي، څو هغه کسان چې د واکسين لګښت نه شي پوره کولی واکسين تر لاسه کړي. خو دا نړیوالې موافقې ته اړتيا لري ځکه واکسین د نړۍ عامه شتمني ده. دا به ښه وي چې نړيوال پر ساينس او يووالي ټينګار وکړي او په ګډه د کوويد-۱۹ وبا مخه ونيسي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |