CRI Online

د چين د اقتصادي پرمختګ نوې بڼه

cri     (GMT+08:00) 2020-08-07 15:10:25
د چين د اقتصادي پرمختګ نوې بڼه

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو څو ورځې مخکې په يوه غونډه کې د هيواد اوسنی اقتصادي وضعيت تر څېړنې لاندې ونيوه او د روان کال د دوهمې نيمايي لپاره يې چارې ترتيب کړې. په دغه غونډه کې دې ته اشاره وشوه، چې اوس د چين اقتصادي وضعيت لا هم پیچلی دی او پر وړاندې يې ډېرې ستونزې موجودې دي، چې د منځنۍ او اوږدې مودې لپاره به پاتې وي. نو د چين اقتصاد بايد په کور دننه د مصارفو د زياتېدو پر بنسټ د کورنيو او نړيوالو بازارونو په ښه کارولو سره د ځان او نړۍ اقتصاد وهڅوي.

د چین د ماليې پوهنتون پروفيسر جانګ لي چن د چين په کور دننه د مصارفو د زياتېدو او د کورني بازار د فعالېدو په اړه داسې وويل:

((زما په اند، د دغه عمل معنا دا ده، چې د بازاري نظام تر رول لاندې، د يو هېواد د توليداتو د تقاضا او عرضې ترمنځ توازن بايد په کورني بازار کې ترسره شي. په عين وخت کې په نړيوالو بازارونو کې برخه اخيستل، د نړيوال صنعتي ځنځير او نړيوالې سوداګرۍ ښه کارول به د يادې تقاضا او عرضې ترمنځ د توازن د عملي کېدو بهیر وهڅوي، نو په دې بهير کې به کورني لګښتونه لارښوونکي رول ولوبوي. دا د چين د کمونېست ګوند د عمومي کمېټې د تګلارې ټاکونکې ادارې د تېرو لسګونو کلونو تجربو په راغونډولو سره په کوردننه او بهر د اقتصادي وضعيت، د پرمختګ تمايل او بدلون له مخې ستراتيژيکي جوړښت او اصلاح رامنځته کړې، نو ستر اهميت او دايمي اغېزه به ولري. ))

کارپوهانو په دې اند دي، چې په چين کې د اصلاحاتو او پرانيستې تګلارې تر عملي کېدو راهيسې، دغه هېواد په فعاله توګه په نړيوال ځنځير کې ګډون کړی، او د توليدي لګښتونو د ټيټوالي وړتياوو په لرلو سره يې په صادراتي چارو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، خو چين مخکې په صادراتي چارو ډېره تکيه کوله، اقتصادي خونديتوب يې له ډېرو خطرونو سره مخ و، کليدي تکنالوژي يې محدوده وه او د صنعتي چارو د شکل بدلون پر وړاندې ډېر فشارونه پرې موجود وو. نو چين په ۱۹۹۸ کال کې له اسيايي پولي بحران سره له مقابلې راهيسې د اقتصادي پرمختګ لپاره د کورنيو مصارفو زياتولو ته ډېره پاملرنه کړې، په تېرو څه باندې شلو کلونو کې چين تل په دې برخه کې کوښښونه کړي دي. په وروستيو کلونو کې چين کې اقتصادي پرمختګ په عمده توګه د کورنيو مصارفو لخوا هڅول شوی او د جي ډي پي په تناسب د سوداګريز مثبت بېلانس اندازه يې له ۳ سلنې څخه کمه شوې، چې دغه اندازه په نړۍ کې ښه توازن بلل کېږي. په اقتصادي زياتوالي کې د کورنيو مصارفو خدمتي انډول يې په تېرو څو کلونو کې له سل سلنې څخه زيات و.

سږ کال کوويد-۱۹ وبا په ګرده نړۍ کې ګړندې خپره شوه او نړيوال اقتصاد يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی. په ځينو هېوادونو کې د ځاني اقتصاد او سوداګرۍ ساتونکې نظريې پياوړې شوي او د نړۍ د توليد او تقاضا په ځنځير کې ښايي ستر بدلونونه رامنځته شي.

پروفيسر جانګ لي چن وويل، د چين د کمونېست ګوند عمومي کمېټې په دې وروستیو ورځو کې څو ځلې د اقتصادي پرمختګ نوی شکل ياد کړی، داسې ښکاري چې د چين د اقتصادي پرمختګ ستراتيژک ټکی له صادراتو څخه د کورنيو مصارفو په زياتېدو بدلېږي.

په دې اړه چې چين به په کور دننه د مصارفو د زياتېدو پر بنسټ د کورنيو او نړيوالو بازارونو په ښه کارولو سره د ځان او نړۍ اقتصاد وهڅوي، ايا خپله دروازه به وتړي؟ ښاغلي جانګ لي چن يې په اړه داسې وويل:

((د تقاضا او عرضې ترمنځ توازن يوازې د کورنيو مصارفو له لارې نه عملي کېږي، ډېرې تجربې ښيي، چې په نړيوال اقتصاد او نړيوالو سياليو کې برخه لرل به پر خپل اقتصاد ډېرې ګټورې اغېزې وکړي. نو چين بايد د کورني بازار پټ ځواک د ښه کارولو په عين وخت کې د وارداتو او صادارتو مناسبې اندازې ترسره کړي، چې په دواړو برخو کې به اقتصاد وهڅول شي )) .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای