د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۶ مه نېټه امر کړی چې تيک ټاک او ويچټ د امريکا ملي امنيت ته زيان رسوي او تر ۴۵ ورځې وروسته به په امريکا کې د تيک ټاک او ويچټ د استفادې او له چيني شرکتونو سره د دوی د مهاملې مخه ونيول شي. د ټرمپ د دې عمل پر وړاندې په امريکا او نړۍ کې غبرګونونه راپورته شوي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په دې اړه وويل، چې امريکا د ملي امنيت په پلمه له شواهدو پرته پر اړوندو تصديو تور لګولی او ور ته يې ګواښ کړی، د امريکا دغه عمل د بازاري اقتصاد له اصولو او د ورخلاصون، شفافيت او برابرۍ په اړه د سوداګرۍ نړيوال سازمان له اصولو څخه سرغړونه ده. چين له دغه عمل سره کلک مخالفت کوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |