CRI Online

امريکايي سياستوال د انټرنېټ له فضا څخه د نورو د لېرې کولو حق نه لري

cri     (GMT+08:00) 2020-08-07 20:23:10

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د اګست په پنځمه نېټه د دولتي امنيت په پلمه د شبکې د پاکولو په نوم پلان اعلان وکړ چې موخه يې د انټرنېټي ادارې، د اېپيپي د کارونې د پلورنځي او د ډيتا خدمتونو په شمول پنځو برخو کې د چيني تصديو د منفي اغيزو لېرې کول دي.د اګست په شپږمه نېټه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرمان په صادرولو سره د چين د ټولنيزو رسنيو د محدودولو لپاره تدبيرونه نيولي دي. په ۲۱مې پېړۍ کې د مايک پومپيو په شان امريکايي سياستوال غواړي چې له مخابراتي او معلوماتي نړۍ څخه د چين د شړلو لپاره هڅه وکړي تر څو له چين سره اړيکې بندې کړي. خو د دوی توطيه د نړيوالو له خوا غندل شوې.

که څه هم ځينو امريکايي سياستوالو د چين د بدنامولو لپاره هڅې کړې او ويلي يې دي چې د چين معلوماتي او تخنيکي تصديو د امريکا دولتي امنيت ته زيان رسوي، خو دوی هېڅ ثبوت نه لري.د مايک پومپيو له خوا وړاندی شوی ياد پلان سم نه دی په حقيقت کې غواړي چې د چين معلوماتي او تخنيکي تصديو ته سياسي ضربه ور کړي. له حقيقتونو څخه ښکاري چې د ډېرو چيني تصديو د تخنيکونو او توليداتو امنيت د باور وړ دی چې د امريکا له خوا له بنديرونو سره مخ شوي. دغو تصديو او شرکتونو هېڅکله د انټرنېټي امنيت خرابولو اقدام نه دی کړی او د انټرنېټي څارنې په اړه کړنې يې نه دي کړې.

خو امريکا له انټرنېټي لارو چارو د خپلو ملګرو هېوادونو په شمول د نورو هېوادونو استخبارات غلا کړي او غير اصولي کړنې يې تر سره کړې. له ۲۰۱۳ کال څخه په څه باندې لسو کلونو کې دغه هېواد په پټه توګه د المان صدراعظمې انګيلا ميرکل شخصي تليفونوني خبرې اورېدلې او په ۲۰۱۸ کال کې يې پر روسيې انټرنېټي بريدونه کړي چې له امله يې په څو ورځو کې د روسيې فدرالي اژانس اړونده شبکه خرابه شوې وه. له ګڼ شمېرو حقيقتونو څخه ښکاري چې امريکا په انټرنېټ کې تر ټولو لوی بريدګر او د نړيوال انټرنېټي امنيت ته تر ټولو لوی ګواښ دی. خو همدغه شان امريکا غواړي چې د انټرنېټ له فضا څخه نور هېوادونه لېرې کړي چې دا يوه سياسي ډرامه ده.

لومړی د مايک پومپيو په شان امريکايي سياستوالو د عصري ساينس او تخنيکونو په برخه کې د امريکا د انحصاري مقام د ساتلو لپاره ازادي سوداګرۍ ته زيان رسولی چې دغه کړنه نه يوازې د بازار او د نړيوالې سوداګرۍ له اصولو څخه سرغړونه ده بلکې د نړيوالو چارو ځنځير، د برابرونکي ځنځير امنيت ته يې ګواښ پېښ کړی او د انسانانو د تخنيکي پرمختګ او اقتصادي ترقۍ لپاره يې ډېر خنډونه رامنځته کړي.دوهم د امريکا حکومت له کوويد ۱۹ سره په مبارزه کې ناکامه شوې او د دې هېواد په دننه کې د نژادي تبعض پر ضد لارينونه ډېر شوي دي.درېيم ، مايک پومپيو غواړي چې د چين پرضد د ناسمو څرګندونو او کړنو له لارې لازياتې سياسي ګټې ولټوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای