د چين د بهرنيو اسعارو د اداره کولو رياست د اګست په ۷مه نېټه د يوې شميرنې په خپرولو سره ښکاري چې د روان کال د جولای په پای کې په چين کې د بهرنيو اسعارو د ذخيرې اندازه ۳۱۵۴ مليارډ ۴۰۰ مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلي چې د تېرې مياشتې په پرتله ۴۲ مليارډ ۱۰۰ مليونه ډالره زياته شوې او د زياتوالي اندازه ۱اعشاريه څلور سلنه ده. نو په چين کې د بهرنيو اسعارو ذخيرې په مسلسلو څلورو مياشتو کې زياتې شوې دي.
د دغه رياست مرستيال مشر او مطبوعاتي وياندې وانګ چون ينګ وويل چې چين د باکيفيته پرمختګ په مرحله کې دی او د اقتصاد پرمختګ توان ټينګ شوی. په چين کې د کورنيو توليداتو او د کورنيو لګښتونو زياتوالي په مرکزيت د کورني اقتصاد او نړيوال اقتصاد د ګډ پرمختګ نوی شکل په چټک ډول جوړ شوی چې د بهرنيو اسعارو د ذخيرې اندازې د ثابتوالي لپاره بنسټونه ايښودلی شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |