CRI Online

تيدروس ادهانوم غيبريېسوس: هيله لرم چې امريکا په خپله هغه پرېکړه دوباره کتنه وکړي چې د روغتيا نړيوال سازمان څخه وتل غواړي 

cri     (GMT+08:00) 2020-08-08 16:48:15

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مشر تيدروس ادهانوم غيبريېسوس د اګست په ۶مه نېټه په ژنيو کې وويل، د کوويدـ۱۹ وبا سره په مبارزه کې نړیواله ټولنه بايد همکارۍ وکړي، هيله لرم چې امريکا په خپله هغه پرېکړه دوباره کتنه وکړي چې له دې سازمان څخه وتل غواړي.

نوموړي وويل، که د امريکا په اند د روغتيا نړيوال سازمان کومه مسئله لري، نو دغه سازمان د هر څه ارزونو هرکلی کوي او امريکا دا اړتيا نه لري چې له دې سازمان څخه ووزي. نوموړي زياته کړه، يوه ښه نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ همکاريو او يووالي ته اړتيا لري، هيله ده چې لوي هېوادونه د نړیوال يووالي په برخه کې نورې زیاتې هڅې وکړي.

(فرشته)    

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای