د چين د هانکانګ د خاصې ادارې سيمې حکومتي ادارې وياند د اګست په ۷مه نېټه وويل، د چين مرکزي حکومت د دې سيمې د حکومتي ادارې په غوښتنې سره د نوکليک اسيد د معاينې لپاره یوه مرستندويه ډله چمتو کړې او اوس يې کار پيل کړی، څو د کوويدـ۱۹ ويروس د معاينې په برخه کې د هانکانګ توان لوړ کړي.
نوموړي وياند وويل، د ويروس د معاينې په اړه د دې سيمې کاري ډلې د اګست په ۷مه نېټه له يادې مرستندويه ډلې سره کاري غونډه تر سره کړه. مرکزي حکومت به له هانکانګ سره د ويروس د معاينې د توان د لوړولو په برخه کې مرسته وکړي او په لويه پيمانه د استوګنې سیمو کې د ويروس معاينې به تر سره شي.
نوموړي وياند زياته کړه، چې د دې سيمې حکومتي ادارې له مرکزي حکومت څخه ډېره مننه کوي چې له وبا سره د مبارزې په چارو کې له هانکانګ څخه کلک ملاتړ کوي. هيله ده چې د مرکزي حکومت او د ښاريانو تر هڅو لاندې ژر تر ژره د وبا مخه ونيول شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |