CRI Online

د لبنان ولسمشر: امکان شته چې بهرنی بريد د بيروت په بندر کې د رامنځته شوې چاودنې سبب وي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-08 16:53:55

د لبنان د ولسمشرۍ ماڼۍ د اګست په اوومه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دغه هېواد ولسمشر ميچيل اون په همدې ورځ له خبريالانو سره په مرکه کې وويل، دا امکان نه دی رد شوی چې بهرنی بريد د پلازمينې بيروت په بندر کې د رامنځته شوې چاودنې سبب وي.

نوموړي وويل، دغې مسئلې به د چاودنې په اړه په پلټنو کې د توجې مرکزي ټکی وګرځي چې چاودېدوونکي مواد څرنګه د بندر ګدام ته داخل کړی شوي؟ دغه چاودنه د غفلت له امله پېښه شوي او يا د توغنديو يا بمونو د بريد نتيجه ده؟

د اګست د څلورمې نېټې په ماښام د لبنان د پلازمينې بيروت په بندر کې لويه چاودنه وشوه چې له امله يې تر اوومې نېټې پورې ۱۵۴ تنه مړه شوي او نژدې ۵۰۰۰ تنه ټپيان دي، نور لسګونه تنه ورک دي. له لبنان سره د م م د بېلا بېلو څانګو د مرستندويه پيسو عمومي شمېر ۱۷مليونه او ۲۰۰ زرو امريکايي ډالرو ته رسيدلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای