CRI Online

سان يا ښار به د ورېښمو د سمندرې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو لپاره د نړيوالې برېښنايي سوداګرۍ خدمتي مرکز جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-08 16:54:21

د چين د های نان ولايت حکومتي ادارې دفتر د اګست په اوومه نېټه په سان يا ښار کې د نړيوالو برېښنايي سوداګريزو چارو د عمومي ازمايښتي سيمې عملي پلان خپور کړ. د دغه پلان له مخې دا تائيد شوې چې سان يا ښار به د های نان د ازاد سوداګريز بندر د پاليسۍ په اساس د ورېښمو د سمندري لارې په اوږدو کې د جنوب ختيځې آسيا، جنوبي آسيا او افريقا د بېلا بېلو هېوادونو لپاره د نړيوالې برېښنايي سوداګرۍ خدمتي مرکز او سيمه ييز مقر جوړ کړي.

په ياد پلان کې راغلي چې د سان يا ښار د نړيوالې برېښنايي سوداګرۍ عمومي ازمايښتي سيمه به د ازاد سوداګريز بندر د پاليسۍ وړتياوې وځلوي، داسې نړيوال برېښنايي سوداګريز ډګر به جوړ کړي چې له نړۍ څخه د توکو د اخيستلو او نړۍ ته د توکو د پلورلو لپاره به اسانتياوې برابروي، د عرضې بشپړ خدمتي سيستم به اباد کړي او د سيلانيزو مصارفو نړيوال مرکز او د نړيوالو سوداګريزو مالونو د زيرمې مرکز به تأسيس کړي.

نوموړې ازمايښتي سيمه به هڅه وکړي چې په راتلونکو دريو، پنځو کالونو کې د ازاد سوداګريز بندر په اساس د نړيوالې برېښنايي سوداګرۍ په اړه د نظامونو سيستم جوړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای