CRI Online

د چين د اقتصادي جوړښت جوړېدل له ورخلاصون نه جلا کېدونکی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-08-08 20:08:06

د ښکلا مشهو اوريل ګروپ (L'Oreal) په دې وروستيو کې د ۲۰۲۰ کال د لومړۍ نيمايي مالي راپور خپور کړ چې د کوويد-۱۹ د وبا له امله د شمالي امريکا، لويديځې اروپا ، افريقا او منځني ختيځ په بازارونو کې د پلورلو ارزښت له ۱۰ سلنه څخه کم شوی دی، خو د چين د سترې برخې په بازارونو کې د روان کال په دوهمه ربعه کې د پلورلو ارزښت ۳۰ سلنه زيات شوی او د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د پلورلو ارزښت يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷ اعشاريه ۵ سلنه زيات شوی دی.

د چين په دننه کې د مصرفي بازار پراخول او پرانيستي سوداګريز چاپيريال په چين کې د بهرنيو شرکتونو لپاره لازيات ډګرونه برابر کړي دي.

چين په دې وروستيو ورځو کې وړانديز کړی چې په کور دننه د مصارفو د زياتېدو پر بنسټ د کورنيو او نړيوالو بازارونو په ښه کارولو سره د ځان او نړۍ اقتصاد وهڅوي چې د نړيوالې ټولنې پراخه پاملرنه يې رامنځته کړې. چين نړۍ ته اړتيا لري او نړۍ چين ته اړتيا هم لري. د چين ياد اقتصادي جوړښت له پرانيستې پرته نشي تر سره کېدلی.

د چين د سوداګرۍ وزارت له شمېرنې سره سم د روان کال په دوهمه ربعه کې په چين کې استعمال شوې بهرنۍ پانګې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸ اعشاريه ۴ سلنه زياتې شوې دي. په چين کې د نړيوالې اقتصادي تبادلې د مرکز مرستيال وی جيان ګوه په دې باور دی چې اقتصادي فعاليتونه هېڅکله انفرادي نه دي ، خو يو متحرک بهير دی. د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کېدو راهيسې، چين د اقتصاد په نړيوال کېدو کې اغېزمن وی دی.

اوس چين د م م په ليست کې ليکل شوي د صنايعو ټولې چارې لري. د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له ۴۰ کلونو راهيسې، په تېره بيا د سوداګرۍ نړيوال سازمان کې د شاملېدو له شلو کلونو راهيسې چين د اعتبار وړ "نړيواله فابريکه" ګرځېدلی. چين د نړيوال اقتصاد په ټولو برخو کې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره ژورې همکارۍ کړي او کوي يې.

په داسې حال کې چې چين له نړيوال صنعتي ځنځير سره ځان ژور ادغاموي، دا د نړيوالو تصديو لپاره لوی بازار او د پرمختګ فرصتونه هم چمتو کوي. نړۍ له چين څخه نه جلا کېدونکې ده او چين له نړۍ نه جلا کېدونکی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای