CRI Online

ورزش ته د خلکو د هڅولو لارې د شتمنې ټولنې پوره جوړېدو ته وده ورکوي.

cri     (GMT+08:00) 2020-08-08 20:18:57

۱۲کلونه مخکې، يعنې د ۲۰۰۸ کال د اګست په ۸مه نېټه د بېجينګ اولمپيک لوبې پرانيستل شوې. د چين حکومت د دغې ورځې د يادونې په مناسبت د هر کال د اګست اتمه نېټه د ورزش ورځې په توګه ټاکلې ده. د سږکال د ورزش ورځې مطلب دا دی چې ورزش ته د خلکو د هڅولو لارې د شتمنې ټولنې پوره جوړېدو ته وده ورکوي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ورزش ته خلک هڅوي او پخپله هم ورزش کوي. هغه ويلي، يو روغ او سالم سړی بايد نه یوازې د شتمنې پوهنې لرونکی وي، بلکې روغ روحيه او سالم بدن ولري، موږ بايد ورزش ته د پرمختګ ورکولو له لارې د ټولو خلکو روغتيايي سويه لوړه کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای