د چين د لياو نينګ ولايت د فنګ لين ګو ننداريزې سيمې له جوړېدو څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې ۵۳ ميليونه يوانه عايدات تر لاسه کړي. خو ۸ کاله مخکې دلته يو ځنګل فارم و او ۸۰ فيصده کارکوونکي يې بېوزلي وو. په ۲۰۱۱ کال کې دغه فارم په ننداريزه سیمه بدل شوی دی او د کارکوونکو يې کارونه له ونو غوڅولو څخه پر ونو روزولو بدل شوي دي. د دې ننداريزې سيمې په پرمختګ سره د شاوخوا کليو بېوزلي هم له منځه تللې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |