CRI Online

په امريکا کې څوک د ټوپکونو مسئله حلولی شي؟

cri     (GMT+08:00) 2020-08-09 20:30:12

د روان کال له پيل راهيسې د وبا، لاريونونو او اقتصادي وضعيت تر اغېزو لاندې په امريکا کې د ټوپکونو د خرڅلاو اندازه ډېره لوړه شوې. د دې تر څنګ د دغه هېواد په بېلا بېلو سيمو کې کله نا کله د زور زياتي، ډزو او حتی د وژنې پېښې زياتې شوې.

د روان کال په می مياشت کې په امريکا کې د ټوپکونو د خرڅلاو اندازه د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۸۰ سلنه زياته شوې. د امريکا د نښې ويشلو سپورټي صندوق د جولای په ۲۱مه نېټه يوه پلټنه خپره کړه. د دې پلټنې د نتيجې له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په دغه هېواد کې د ټوپکونو د خرڅلاو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹۵ سلنه زياته شوې او د مرميو د خرڅلاو اندازه ۱۳۹ سلنه زياته شوې ده. د ټوپکونو او مرميو په دوکانونو کې د اړوندو معاملو شمېر ۱۰ مليونه او ۳۰۰ زرو ته رسېدلی چې دا رقم بې ساری دی.

که څه هم د عادي حالت له مخې د ولسمشريزو ټاکنو د تر سره کېدو په موده کې د تګلارو د بدلون په اړه د خلکو د اندېښنو له امله د ټوپکونو د خرڅلاو اندازه لوړيږي، خو د روان کال وضعيت پېچلی دی. له حقايقو څخه ښکاريږي چې له تېرو زياتو کالونو راهيسې په امريکا کې د ټوپکونو شمېر او د بريدونو او ډزو د پېښو شمېر زيات شوی، خو د ټوپکونو د کنترول په اړه بحثونه هيڅکله نتيجې ته نه دي رسېدلي. د دغه هېواد سياستوالو يوازې د خونړيو پېښو له بيا بيا رامنځته کېدو وروسته د ټولنې د غوښتنو د آرامولو په موخه دغه مسئله ياده کړې، خو د ډزو بريدونو په پېښو کې د متضررو کسانو غږونو ته رښتېنۍ پاملرنې هم نه لري.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای