CRI Online

د امريکايي سياستوالو د بنديزونو چلونه ضايع کېږي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-09 20:33:58

پر ځايي وخت د اګست په ۷مه نېټه د امريکا د ماليې وزارت اعلان وکړ چې د چين حکومت د هانکانګ اړوندو کاري ادارو مشرانو او د هانکانګ پر چارواکو تش په نوم بنديزونه ولګول. دا تش په نوم د هانکانګ د خپلواکې ادارې قانوني لايحې له تصويبېدو وروسته ،امريکا يو ځل بيا د "آزادۍ" تر نامه لاندې د هانکانګ په چارو او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړه او په ښکاره ډول يې نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصل تر پښو لاندې کړل. په داسې حالت کې چې د هانکانګ د ملي امنيت ساتلو قانون د هانکانګيانو لخوا هرکلی کېږي ، د دې امريکايي سياستوالو کړنو د دوی ناوړه ارادې افشا کړې چې "د يو هېواد ، دوو نظامونو" ته زيان ورسوي او د چين د پرمختګ مخه ونيسي. د دوی کړنې د وخت ضايع کول دي.

په حقيقت کې ، د امريکا د بنديزونو ليست کې شاملېدل يوازې دا ښيي چې دې خلکو هغه څه کړې ده چې د هېواد او هانکانګ لپاره بايد ترسره شي. دوی د ملي امنيت د ساتلو او د ۷ مليونو او ۵ لکو هانکانګيانو په ګډون د يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونو چينايانو د ژوند او ګټو د خوندي کولو لپاره خپل عالي مسؤليت په غاړه لري .

خلکو ليدلي چې د تېر کال په جون کې د هانکانګ د مقرراتو د تعديل له امله رامنځته شوي تاوتريخوالي راهيسې ، د بهرنيو کړيو د انګيزې پر اساس تندلارو زور چلوونکو پر عامه ادارو بريدونه کړي ، عامه ترانسپورټي سيستم يې ويجاړ کړی، د وهلو، ماتولو، لوټمارۍ او سوځولو عملونه يې تر سره کړي ، حتی پر عامو وګړو يې سختې حملې کړې دي چې هانکانګ يې له ډېرې ګډوډۍ سره مخ کړی و. د ملي امنيت قانون د يو هېواد د ژوند او خونديتوب اساس دی او دا د ټولو هېوادونو عادي قانوني عمل هم دی. د هانکانګ د ملي امنيت ساتلو قانون جوړېدل په هانکانګ کې د اوږدې مودې لپاره د قانوني نيمګړتياوو ډکول او پوره کول دي او د هانکانګ د اوږد مهاله ثبات د تضمين لپاره مناسب دی. د هانکانګ د ملي امنيت ساتلو قانون له پلي کېدو راهيسې ، زياتو هانکانګيانو څرګنده کړې چې دوی په ټولنيزه فضا کې بدلونونه احساس کړي او ډاډه دي چې هانکانګ به د هوساينې او پرمختګ لارې ته راستون شي.

په دې وروستيو ورځو کې د م م د بشري حقونو شورا په ۴۴ مه ناسته کې ، له ۷۰ څخه زياتو هېوادونو د هانکانګ د ملي امنيت ساتلو له قانون څخه خپل ملاتړ څرګند کړ ، له دې څخه د نړيوالې ټولنې ګډ غږ او عادلانه دريځ څرګندېږي.

حقيقتونه ډېر روښانه دي ځينې امريکايي سياستوال نه غواړي چې هانکانګ ښه شي او حتی په هانکانګ کې د ۱۳۰۰ امريکايي شرکتونو او ۸۵ زرو امريکايانو ګټو ته يې پاملرنه نه ده کړې .دوی بې دليله هڅه کوي چې د "يو هېواد او دوو نظامونو" اصل ويجاړ کړي او د چين د پرمختګ مخه ونيسي تر څو د دوی پټ سياسي هدف پوره شي.

دا خلک د خپلو ګټو لپاره هانکانګ کاروي او د ستونزو رامنځته کولو ته دوام ورکوي. دوی د چين او امريکا اړيکې ډېر خطرناک حالت ته اړوي او د دواړو هېوادونو د خلکو ګټو ته زيان رسوي. چين به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د امريکايي سياستوالو يوه کوچنۍ ډله کوم غلط کار وکړي. د دوی د بنديزونو چلونه به بې ګټې او بې تاثيره وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای