CRI Online

د کرونا وبا هندارې د امريکا دوه مخونه منعکس کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-10 15:01:22

د اګست په نهمه نېټه په امريکا کې پر کوويد-۱۹ ويروس د اخته کسانو شمېر له پنځو مليونو څخه اوښتی او دا شمېر په نړۍ کې تر نورو هېوادونو زيات دی، خو امريکايان د دغې وبا په اړه مختلفې رويې لري او دغه وبا د يوې هندارې په شان د دغه هېواد دوه مخي انعکاسوي.

د اګست له اوومې نېټې څخه زرګونه موټرسايکلونه د موټرسايکلونو مېله کې د ګډون لپاره د امريکا د ساوس دوکاتا ايالت ستورګيس ښار ته ننوتل. دغه ميله په امريکا کې د موټرسايکل شوقيانو لخوا په لومړي ځل په ۱۹۳۸ کال کې جوړه شوې او وروسته له هغې اوس هر کال يو ځل جوړيږي. سږ کال به دغه مېله د ۱۰ ورځو لپاره دوام ولري او وړاندوينه کیږي چې کابو ۲۵۰ زره کسان به جلب کړي، ويل کيږي چې دا په امريکا کې د کرونا وبا له رامنځته کېدو وروسته د خلکو تر ټولو لويه پيمانه لرونکې غونډېدنه به وي. د نيويارک ټايمز په رپوټ کې داسې ليکل شوي: په ستورګيس ښار کې ډېره ګڼه ګوڼه ده او هر ځای د مېلې ګډونوال ليدل کیږي، دوی تور رنګ جامې په تن دي چې پرې يوه داسې جمله ليکل شوي: ((کرونا ويروس له پامه وغوځوئ! زه ستورګيس ته تللی يم.)) دوی ماسک نه دی تړلی او يو له بل څخه فزيکي واټن نه ساتي.

د جمهوريت غوښتونکو ګوند غړی او د ساوس دوکاتا ايالت مشر کريستي نويم هيله ښودلې چې دغه مېله به دغه ايالت ته اقتصادي ګټې ورسوي او په خواله رسنيو کې يې خلک هڅولي چې په ميله کې ګډون وکړي.

بل لوري ته ځايي وګړي د خپلې روغتيا په اړه اندېښنه لري او یو شمېر طبي کارپوهانو په خپلو خبرو کې ستورګيس ښار ته ننوتونکي موټرسايکل چلوونکي د ويروس خپروونکي ماشين بللي دي. خو موټرسايکل چلوونکي کرونا جدي نه ګڼي او ځيني به وايي چې اوسنی دا خړپړ حالت ځينو خلکو د خپلو پټو موخو لپاره رامنځته کړی دی.

د دې ترڅنګ ډېر ځايي اوسېدونکي د ويروس د خپرېدو حالت له امله ډېر اندېښمن دي، ځينو يې آن د مني د روانې ښوونيزې دورې له پيل مخکې خپل نصیحت ليکلي دي. ښوونکې سرح بکستروم خپل نصيحت د دغه ايالت مشر ته استولی او سي أن أن ته يې وويل، زه کرونا وبا بابيزه نه ګڼم، هيله ده چې زموږ د ایالت مشر زما په نصيحت پوه شي.

د کرونا وبا په اړه د خلکو له رويې څخه ښکاري چې خلک په دوو ډلو ويشل شوي، يوه ډله يې وبا بيخي جدي نه ګڼي او بله يې له دې امله ډېره خپه او پرېشانه دي.

د واشينګتن پوست په يوه مقاله کې داسې ليکل شوي: ډېر امریکايان پدې اند دي چې کرونا ساينسپوهانو او رسنيو تر واقعيت ډېره خطرناکه بللې او ښودلې ده او دا وضعيت د سياسي اجنډا يوه برخه ګرځېدلې ده.

امريکايي تاريخپوه جمېس ګروسمان وايي، د امريکا حکومت په هېواد کې ټوټه کېدنه رامنځته کړې او دغه عمل به په راتلونکي کې د تاريخپوهانو لخوا حسابيږي.

له سياسي موخو سربيره ځان غوښتنه هم د امریکايي ټولنې د ټوټه کېدنې لامل ګڼل کيږي. د نيويارک ټايمز په يوه تبصره کې ليکل شوي چې امريکايان له اوږدې مودې راهيسې ځان غوښتنه د دولت تر غوښتنو لوړه ګڼي او دغه عنعنه په امریکا کې د طبي سيستم د نابرابرۍ لامل ګرځېدلی دی. د واشينګټن پوهنتون د عامې روغتيا پوهنځي مرستيال مشر ګاريد بایټن وايي، زه د امريکايي په توګه وايم چې زموږ ليبراليزم ډېر ښه والی لري، خو له کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې يې ناوړه نتيجې هم رامنځته کړې دي.

امريکايي طبپوه فوچي د اګست په اوومه له سي أن أن سره د مرکې پر مهال له امريکايانو څخه غوښتنه وکړه چې د کرونا وبا پر وړاندې دې يو موټی شي، نوموړي زیاته کړه چې هغه به په دوامداره توګه د ماسک تړلو او د نورو طبي لارښوونو پر اهميت باندې ټينګار وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای