CRI Online

امريکايان د APP په وسيله د ټولې نړۍ څار کوي!

cri     (GMT+08:00) 2020-08-10 15:51:11

د وال سټريټ ورځپاڼې د اګست په ۷مه نېټه د يو رپوټ په خپرولو سره څرګنده کړه، يو امريکايي شرکت چې د دغه هېواد له دفاعي او استخباراتي شخصيتونو سره څه اړيکې لري، په څه باندې ۵۰۰ ډولو APP کې خپل سفوټ ويرونه اچولي دي څو چې په ټوله نړۍ کې د يادو APP څو سوو مليونو کارکوونکو شخصي معلومات او ډېټاوې وګټي.

د خبر له مخې، که څه هم دغه حالت ډېر زيات ليدل کېږي چې ځينو شخصي شرکتونو د پيسو ګټلو لپاره د واقعيتونو په اړه معلومات راغونډ کړي، خو ياد امريکايي شرکت د امريکا له امنيتي ارګانونو سره ځانګړې اړيکې لري. دا عادی حالت نه دی. د Anomaly Six په نوم دغه امريکايي شرکت د دوو تقاعد شويو امريکايي پوځيانو لخوا پرانيستل شوی چې پخوا يې استخباراتي دندې درلودې.

د معلوماتو له مخې، دغه شرکت له څه باندې ۵۰۰ ډولو APP څخه د کاروونکو د واقعيتونو په اړه معلومات او ډېټاوې راغونډولای شي. که کارکوونکي يادو APP ته اجازه ورکړي چې په موبايل کې د GPS کوردينېټ معلوم شي، نو دغه شرکت به د SDK په وسيله اړوندې شمېرې تر لاسه کړي.

د امريکا مصرفوونکي البته په دې نه پوهېږي چې د دوی شخصي معلومات او ډېټاوې پلورل کېږي او دا يو رمز دی چې داسې ډېټاوې د Anomaly Six شرکت لخوا پر چا پلورل شوي دي. ولې د امريکا حکومت پر دې خپلې سترګې پټوي؟ د وال سټرېټ ورځپاڼې د خبر له مخې، د امريکا په قوانينو کې اړوندې قاعدې ډېرې کمې دي.

د Anomaly Six او امريکايي حکومت ترمنځ پټې اړيکې ولې افشا شوې؟ په حقيقت کې Anomaly Six د اړوندو ډېټاوو د پلورلو لومړی شرکت نه دی او له امريکايي پوځ سره لومړی همکاري لرونکی شرکت هم نه دی. د Anomaly Six شرکت دوه بنسټ ايښودونکي په ۲۰۱۸ کال کې له Babel Street شرکت څخه بېل شول او خپل شرکت يې پرانيست. خو د ځينو خپلمنځي ستونزو له امله Babel Street پر Anomaly Six دعوا وکړه. د وال سټرېټ ورځپاڼې په دې اړه خبر ورکړ، د دوو شرکتونو ترمنځ د قانوني ستونزو له امله موږ ته د دغو معلوماتو د ګټلو يو فرصت برابر کړ چې پر امريکايي حکومت د موبايل کاروونکو اړوندو شمېرو د پلورلو لپاره يو ډېر پټ او تيز بازار موجود دی. شک نه شته چې د يادو دوو شرکتونو په شمول زيات همدا ډول شرکتونه د امريکا پر حکومتي ارګانونو د موبايل کاروونکو رنګا رنګ ډېټاوې پلوري.

نو د امريکايي حکومت لپاره د موبايل کاروونکو داسې ډېټاوې څه رول لري؟ د بېلګې په توګه که يو موبايل هميشه په شپه کې په يو کورديڼېټ کې معلومېږي، ښايي دغه ځای د دغه موبايل کاروونکي کور دی. د امريکا امنيتي څانګې له دې لارې استخباراتي معلومات لټولای شي. موبايل کاروونکي بيخي نه پوهېږي کله چې دوی په خپلو موبايلونو کې د هوا يا لوبې APP ځای پر ځای کوي، د دوی شخصي ډېټاوې ولټول، وپلورل او يا وڅېړل شي. د امريکا APP اوس د ټولې نړۍ څار کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای