CRI Online

د امريکا سياستوال له اور سره لوبې کوي او غواړي د تايوان مسئلې په پلمه جنجال جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-10 20:31:48

د امریکا د عامې روغتيا وزير اليکس ازار د اګست په نهمه نېټه د چين تايوان سيمې ته ورسيد او په لسمه نېټه يې د دغې سيمې له مشرې سره ليدنه وکړه. د نوموړي دغه عمل د چين او امريکا د دريو ګډو اعلاميو د روحيې او د يو چين د پيژندلو له اصولو څخه څرګنده سرغړونه ده، چين په دې هکله امريکا ته سخت احتجاج څرګند کړ.

ټولو ته مالومه ده چې د يو چين پيژندلو اصول د چين او امريکا تر منځ د اړيکو سياسي بنسټ دی. د دواړو هېوادونو د دريو ګډو اعلاميو له مخې امريکا منلی چې د چين د ملي ولسي جمهوريت حکومت د دغه هېواد يوازينی قانوني حکومت دی او په دې چوکاټ کې د امريکا خلک يوازې د تايوان له خلکو سره کولتوري او سوداګريزې اړيکې ساتلی شي، خو ديپلوماتيکې اړيکې ورسره نشي جوړولی. چين تل د امريکا او د تايوان سيمې تر منځ له ديپلوماتيک تګ راتګ سره ټينګ مخالفت کړی دی.

د امريکا د وزير په کچه چارواکي د کوويد-۱۹ وبا د وقايې او کنټرول په پلمه تايوان ته سفر وکړ چې ريښتنی هدف يې څرګند سياسي فعاليت دی. امريکا غواړي چی له دې لارې د دغه هېواد او تايوان سيمې تر منځ اړيکې ټينګې کړي، د وبا د مخنيوي په پلمه د تايوان اوسنۍ اداره خپلواکۍ ته وهڅوي او په خپل هېواد کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د رايو تر لاسه کولو لپاره فکر وکړي.

۴۸ کاله مخکې د امريکا پخواني ولسمشر نيکسون چين ته د سفر په ترڅ کې دې ته اشاره وکړه چې چين او امريکا ګډې ګټې او هيلې لري او د دښمانانو د ګرځيدلو لامل نه لري. د څه دپاسه څلويښتو کلونو د پرمختګ له تجربو څخه څرګنديږي چې د چين او امريکا تر منځ د اړيکو ثابت پرمختګ دواړو هېوادونو او نړۍ ته سترې ګټې رسولې دي او د دواړو هېوادونو د خلکو او نړيوالې ټولنې له هيلو سره سمون خوري.

خو د خپګان وړ خبره دا ده چې د امريکا د ځينو سياستوالو په لمسون چې شخصي ګټې لټوي، د چين او د دغه هېواد تر منځ اړيکې د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو له جوړېدو راهيسې له ډېرو ننګونو سره مخ کړي دي.

د تايوان مسئله د چين مرکزي ګټو پورې تړاو لري او د چين او امريکا تر منځ په اړيکو کې تر ټولو مهمه حساسه مسئله ده. د امريکا سياستوال غواړي د تايوان مسئلې په پلمه جنجال جوړ کړي، خامخا به د دواړو هېوادونو توپيرونه سخت کړي او دوه اړخيزې اړيکې به لا ترينګلې کړي. چين د امريکا سياستوالو ته اخطار ورکوي چې سمدستي له تايوان سيمې سره هر ډول ديپلوماتيک تګ راتګ ختم کړي، د چين سرې کرښې دې نه چپړي او د ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ د ساتلو لپاره د چين د حکومت ټينګ هوډ ته دې په سپک نظر نه ګوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای